ایبک (پژواک، ۷ غبرګولی ۹۸): د سمنګان په در صوف پایین ولسوالۍ کې د دولت وسله والو مخالفینو د یو برید په ترڅ کې شپږ دولتي سرتېري وژل شوې او درې نور ټپیان دي.
د دره صوف پایین ولسوال عبدالیقین احمدي پژواک ته وویل چې طالبانو تېره شپه د دې ولسوالۍ په خوشدره سیمه کې پر امنیتي پوسته برید وکړ.
هغه زیاته کړه چې په دغه برید کې طالبانو د څه مودې لپاره یوه پوسته ونیوه، د یوه پولیس په ګډون شپږ امنیتي سرتېري چې پنځه د ملي اردو اړوند دي، وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
دغه راز نوموړي وویل چې په دې جګړه کې د دولتي سرتېرو یو هاموې ټانګ سوځېدلی دی.
ده زیاته کړه چې طالبانو د امنیتي ځواکونو پنځه میله وسله هم له ځان سره وړې ده.
ولسوال وویل چې په دې جګړه کې د طالبانو د تلفاتو په اړه کوم خبر نه دی ورکړل شوی.
د سمنکان ولایتي شورا پخواني غړي حاجي عبدالله د یادې ولسوالۍ امنیتي حالت د اندېښنې وړ بولي او وایي که چېرې اړینه پاملرنه ورته ونه شي، امکان لري چې طالبان يې ونیسي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن