ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځينو وکيلانو د ولسي جرګې د رخصتۍ له اعلان سره مخالفت وکړ

ځينو وکيلانو د ولسي جرګې د رخصتۍ له اعلان سره مخالفت وکړ

author avatar
28 May 2019 - 16:09
ځينو وکيلانو د ولسي جرګې د رخصتۍ له اعلان سره مخالفت وکړ
author avatar
28 May 2019 - 16:09

کابل (پژواک،۷ غبرګولی ٩٨): د ولسي جرګې اجرایيوي پلاوي د دې جرګې ناستې ته د راتلونکي اختر تر پایه رخصتي اعلان کړې، خو د جرګې ځینو غړو دغه اقدام غیرقانوني وباله او ویې ویل، د جرګې ناستو ته دوام ورکوي.

د غويي په ۲۸ مه د ملي شورا د اوولسمې دورې له پرانیستې وروسته د ولسي جرګې د ریاست څوکۍ لپاره دویمه دوره ټاکنې ترسره شوې، خو د پایلو پر سر یې د یادې جرګې د غړو تر منځ اختلاف رامنځته شو.

ولسي جرګه تر اوسه په یوولسو ناستو کې د یادې ستونزې پر حل نه ده توانېدلې.

په ورته وخت کې نن د ولسي جرګې اجرایيوي پلاوي اعلان وکړ چې د جرګې ناستې د کوچني اختر د رخصتیو تر پای ته رسېدو رخصت دي. یاد پلاوي ته تېره ورځ د جرګې د مدیریت دنده ورکړل شوه.

د بلخ د خلکو استازی رییس عبدالخالق د ولسي جرګې له نننۍ ناستې وروسته چې رسنیو یې د پوښښ اجازه نه لرله وروسته له رسنیو سره په خبرو کې وویل: ((د اجرایيوي پلاوي له خوا تر علني ټاکنو وروسته پرېکړه وشوه چې جرګه له دې امله د کوچني اختر د رخصتیو تر پایه رخصت ده چې یو شمېر غړي یې د عمرې حج او ځینې نور خپلو ولایتونو ته تللي دي.))

خو د جرګې ۱۳ غړو خبریالانو ته وویل، هېڅوک د جرګې د ناستو د رخصت حق نه لري. 

د ننګرهار د خلکو استازي میرویس سیاسیني وویل: ((هېڅوک د جرګې د ناستو د رخصت حق نه لري، موږ سبا راځو او ناسته کوو، تر څو چې جرګه رییس ونه لري د اصولو له مخې باید رخصت نه شي.))

د یادو وکیلانو له ډلې په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازي ګل رحمن همدرد هم د اجرايیوي پلاوي له خوا د جرګې رخصت کول د قانون خلاف وبلل او ویې ویل، دغه پلاوي د جرګې د غړو له خوښې پرته د رخصتۍ پر موضوع ټاکنې وکړې او د جرګې یو شمېر غړو رایه ورکړه چې دا د قانون او اصولو خلاف کار دی.

د هرات د خلکو استازې رحیمې جامي وویل: ((موږ نه شو کولای چې عمرې ته د تللو کسانو لپاره جرګه رخصت کړو، خلک له موږ څخه هیله لري او موږ باید خپل اختلافونه لرې کړو څو وکولای شو د خلکو ستونزې ته ورسېږو، خلکو ځکه موږ ته رایه راکړې چې د دوی له حق څخه دفاع وکړو، نه ددې لپاره چې موږ عمرې ته لاړشو، همدغه ښاغلى باید د عمرې پیسې غریبانو ته ورکړي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.