کندهار (پژواک، ۷ غبرګولی ۹۸): د کندهار امنیه قوماندان په خپل شخصي لګښت د ۲۵۰ وژل شوو پولیسو له کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
دغو ۲۵۰ تنو د پولیسو په لیکو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی چې اوس یې کورنۍ بې سرپرسته دي.
په دې اړه د کندهار امنیه قوماندان تورنجنرال تادین خان پژواک خبري اژانس ته وویل، نن یې د پولیسو د هغو سرتېرو او افسرانو له کورنیو سره مرسته وکړه چې په دغه کال کې یې د خلکو او خاورې په دفاع کې ژوند له لاسه ورکړی دی.
هغه زیاته کړه، په مرستو شوو توکو کې د هرې کورنۍ لپاره یو پسه، یو پارسل وریجې، یو پارسل اوړه او دوه ډبې غوړي شامل دي.
دی وايي، د مرستې دا لړۍ د روژې او اختر په مناسبت ده.
نوموړی زیاتوي، د پولیسو په لیکو کې وژل شوو ځوانانو د خلکو او هېواد په خاطر خپل ژوند له لاسه ورکړی او اوس یې کورنۍ پر ټولو حق لري چې لاسنیوی یې وکړي.
د وژل شوو پولیسو د کورنیو غړي د امنیه قوماندان د لاسنیوی او مرستې له امله خوښي ښيي او وايي، د کورنیو وژل شوي غړي یې باید هېر نه کړای شي.
د تاج محمد په نوم د يوه وژل شوي پولیس افسر زوی پژواک خبري اژانس ته وویل، پلار یې د پولیسو په لیکو کې دنده تر سره کوله او څو میاشتې وړاندې یې له وسله والو سره په مخامخ جګړه کې ژوند له لاسه ورکړی دی.
نوموړی وايي، د امنیه قوماندان دغه مرسته یې د کورنۍ اړتیاوې تر یوه وخته پوره کولای شي، خو هغوی د دوامداره مرستې ته اړتیا لري.
د ده په خبره، د وژل شوو سرتېرو کورنۍ باید هېرې نه کړای شي، دولت، مرستندویه ادارې او په خپله خلک باید تل مرستې ورسره وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن