ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبان د مسکو غونډه کې:  هر هېواد باید خپلې ګټې داسې برابرې کړي  چې د نورو ګټې ونه ګواښي

طالبان د مسکو غونډه کې: هر هېواد باید خپلې ګټې داسې برابرې کړي چې د نورو ګټې ونه ګواښي

author avatar
28 May 2019 - 15:44
طالبان د مسکو غونډه کې:  هر هېواد باید خپلې ګټې داسې برابرې کړي  چې د نورو ګټې ونه ګواښي
author avatar
28 May 2019 - 15:44

کابل (پژواک، ٧ غبرګولى ٩٨): طالبانو د مسکو په نننۍ غونډه کې ویلي، نه چا ته اجازه ورکوي چې افغانستان د نورو په  ضرر  وکاروي او نه هم دا زغملی شي چې هېواد ته يې له بهر  نه څوک د ضرر لاس اوږده کړي. 

نن په مسکو کې د افغانستان او روسيې د ديپلوماتيکو اړيکو د سلمې کالېزې په مناسب جوړه شوې غونډه کې د روسي چارواکو تر څنګ د افغانستان د حکومت ځينو چارواکو، افغان سياستوالو او د طالبان ١٤ کسيز پلاوي برخه اخيستې ده.  

د راپورونو له مخې، افغان سياستوال او طالبان به د دغې دوه ورځنۍ غونډې په څنډه کې سره وګوري او افغانستان کې د سولې په تړاو به خبرې وکړي.

طالبانو په دغه غونډه کې د افغانستان او روسیې داړيکو په اړه بيانيه وړاندې کړې ده.

په دغه بيانيه کې د افغانستان او روسيې اړيکو ته اشاره شوې او په کې راغلي چې دغو دواړو هېوادونو له تېرو دوه نیمو پیړیو راهیسې تر خپل منځ په يو ډول اړیکې پاللې دي.

طالبانو ويلي چې افغانستان او روسيې   له ۱۹۱۹ ميلادي کال  څخه تر ۱۹۵۰ ميلادي کال پورې  د متقابل احترام، عدم مداخلې او د یو بل د کورنیو چارو په اړه د بې طرفۍ پر اصولو ولاړې غوره اړيکې لرلې  او د   ۱۹۲۶ کال په اګست میاشت کې د افغان دولت او روسیې تر منځ د عدم تجاوز، بې طرفۍ او متقابل درناوي معاهده لاسليک شوه.

طالبانو له ١٩٥٠ تر ١٩٦٠ ميلادي کال پورې له افغانستان سره د شوروي اتحاد چې په سر کې يې روسيه وه،  د يو ميليارد ډالرو مرستې يادونې  هم کړې .

 د طالبانو په بيان کې راغلي:" دغه پړاو زموږ د هېواد د پرمختګ، ودانۍ او زیربناوو د تأسیس له نظره تر ټولو مهم پړاو بلل کیږي. خو  په تأسف چې د هغه وخت شوروي واکمنو په افغانستان کې د خپلو افکارو او سیاسي نفوذ د خپرولو کار پیل کړ چې له دې وروسته د دوه اړخیزو اړیکو درېیم پړاو پیلیږي چې هغه د سیاسي مداخلو او ورپسې د مخامخ پوځي یرغل او په مقابل کې یې دافغان ولس دپاڅون او جهاد دوره وه. هغه مرحله چې هم یې افغانستان ته او هم یې روسیې ته خورا درانه زیانونه واړول او شوروي اتحاد یې په ټوټو تقسیم کړ. "

 طالبان  زياتوي:" له تېرو تجربو څخه په زده کړه اوس ټولو باید درک کړې وي چې د ګاونډیانو تر منځ داسې چلن او اړیکې مناسبې دي چې د ټولو مصلحتونه او ګټې خوندي کړي، هر څوک باید خپل مصلحتونه او ګټې داسې برابرې کړي، او له داسې قانوني لارو چارو یې د تر لاسه کولو لپاره لاس په کار شي چې د نورو ګټې او مصلحتونه ونه ګواښي. "

دغه راز سرچینه زياتوي:" دافغانستان اسلامي امارت له ګاونډیو، سیمې او د نړۍ له هېوادونو سره مثبتې اړیکې غواړي، نه چا ته دا اجازه ورکوي چې د افغانستان خاوره دنورو په ضرر استعمال کړي او نه هم دا زغملی شي چې افغانستان ته له دباندې نه څوک د ضرر لاسونه را اوږده کړي، د روسیې فدراسیون سره راتلونکې اړیکې باید د دواړو هېوادونو په ملي ګټو او د نه لاسوهنې په اصل بنا وي، تر څو تېرې ترخې او ناکامه تجربې تکرار نه شي او یو بل ته د خیر رسولو او مثبت تعامل پالیسي غوره شي."

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.