نیلی- هرات (پژواک، ۷ غبرګولی ۹۸): د دایکنډي پولیس په دغه ولایت کې د غلام سخي په نوم د یوه کس چې پر «امریکايي» مشهور و، د نیولو خبر ورکوي او وايي، یاد کس له پولیسو سره پر وسله والو نښتو، اختطاف، غلاوو او د خلکو په ځورونه تورن دی.
د دایکنډي ولایت د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، دغه غیر قانوني وسله وال کس تېره ورځ د دغه ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې له پولیسو سره له څو ساعته نښتې وروسته نیول شوی دی.
سرچینې روښانه کړې، «امریکايي» له څو کلونو راهیسې په تښته وو او د نیول پر مهال ترې یو میل تومانچه، یو میل پنځه ډزی، یو میل ښکاري ټوپک او یوه تبرچه ترلاسه شوي دي.
بلخوا د هرات پولیسو په دغه ولایت کې د څلورو وسله والو مخالفینو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د هرات د پولیسو ویاند عبدالاحد ولي زاده پژواک خبري آژانس ته وویل، د هرات په اوبه او زاول ولسوالیو کې د ماین چادونې او امنیتي سرتېرو د کمین په ترڅ کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د ده په خبره، په لومړۍ پېښه کې تېره شپه دوه وسله وال طالبان د زاول ولسوالۍ په «ده شیخ» سیمه کې د ماین خښولو پر مهال د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.
د هرات د پولیسو ویاند زیاته کړه، په یوه بله پېښه کې د هرات ولایت په «اسفرز» ولسوالۍ کې د پولیسو او ملي اردو په یوه ګډ کمین کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
طالبانو تر اوسه د یادو دوو پېښو په تړاو څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن