د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په ٢٠١٩ کال کې څه باندې درې سوه زره کسان بې ځايه شوي

په ٢٠١٩ کال کې څه باندې درې سوه زره کسان بې ځايه شوي

May 28, 2019 - 16:31

کابل (پژواک، ٧ غبرګولى ٩٨): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر وايي، په ٢٠١٩ کال کې د بې ځایه شویو شمېر  ٣١٨٥٩١تنو ته رسېږي، چې ٥٧٠٥٧تنه یې بېرته خپلو اصلي مېنو ته ستانه شوي دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو اجرايیوي کمېټې نن خپله ناسته د اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ په سپېدار ماڼۍ کې وکړه.

په دې ناسته کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي د تېرې غونډې په اړه معلومات وړاندې کړل او ويي ویل، په ٢٠١٩ کال کې د بې ځایه شویو شمېر ٣١٨٥٩١  تنو ته رسېږي، چې له دې څخه يواځې ٥٧٠٥٧ تنه یې بېرته خپلو اصلي مېنو ته ستانه شوي دي.

ده زیاته کړه، د جګړو له امله له ننګرهار، فاریاب، هلمند، فراه، تخار، کندوز او بلخ ولایتونو څخه په ٢٠١٩ کال کې  ٣٦٣٠٩تنه له خپلو اصلي مېنو بې ځایه شوي، چې په دومره موده کې ٦٩٦٨ کورنۍ بېرته خپلو مېنو ته ور ګرځېدلې دي.

د هغه په وينا، له دې جملې څخه ٩٢٥٧ کورنيو سره نړیوالو ټولنو مرستې کړې دي.

بلخي وايي، په هرات او بادغیس ولایتونو کې بې ځایه شویو کورنیو ته د رسېدنې او ورسره د مرستو لپاره ١٤٠ میلیونه افغانۍ وړاندیز شوي، څو د هغوی ستونزې راکمې کړي او بېرته خپلو اصلي مېنو ته وګرځي.

دى زياتوي، هغه کورنۍ چې بېرته خپلو اصلي مېنو ته ستنېږي، د ماليې وزارت له خوا د لارې د ترانسپورټ او نغدې پیسې د لومړنيو اړتياوو لپاره ورکول کېږي.

د غونډې ګډونوالو په ځینو ولایتونو کې د نړیوالو ټولنو د استازو نه حضور اندېښنموونکی وباله او ویې ویل چې مالیه وزارت دې هغو ولایتونو کې چې نړیوال همکاران نشته، منظمه بودیجه په نظر کې ونیسي تر څو بې ځایه شويو کورنیو سره د مرستې په برخه کې خنډ او ځنډ واقع نه شي.

هغوی همدا راز وویل، چې د ډېرو ولایتونو خلک د امنیت نه شتون له امله له خپلو اصلي مېنو څخه بې ځایه شوي دي.

دوی زیاته کړه چې د هرات ولایت سبز ښارګوټي ځای د حج او اوقاف ریاست له خوا د کډوالو ریاست ته نه دی ور سپارل شوی.

همدارنګه ګډونوالو په ننګرهار، لغمان، لوګر او کونړ ولایتونو کې د کنسرسیوم د جوړولو په طرحه د هېواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله ته راپور وړاندې کړ .

د غونډې ګډونوالو وویل چې په ٢٠١٩ کال کې  ٢٠٣٢١٤تنه کډوال له بهرنیو هېوادونو څخه خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

هغوی زیاته کړه، چې د هېواد د څلورو سرحدونو راجستر مرکزونه چي عبارت دي له: تورخم د نوم لیکنې مرکز، سپین بولدک د نوم لیکنې مرکز، میلک د نوم لیکني مرکز او د اسلام قلعه د نوم لکینې مرکز کې باید بېرته ستانه شوي کورنیو ته اسانتياوې په نظر کې ونیول شي.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله اړونده ادارو ته هدایت ورکړ، په هرات او بادغیس ولایتونو کې له بې ځایه شویو کورنیو سره بېړنۍ مرستې وکړي او هغه کورنۍ چې غواړي بېرته خپلو اصلی مېنو ته ستنې شي، باید ټولې اسانتیاوې ورته برابرې شي.

ده هدایت ورکړ، په هغو ولایتونو کې چې نړیوالې مرستندویه ټولنې استازي نشته، کوښښ دې وشي چې داخلي ظرفیتونه دې رامنځته او تقویه شي تر څو شته ستونزې په سمه توګه حل شي.

هغه وويل، د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو وزارت دې له شته بودیجې خپلو کارونو ته دوام ورکړي تر څو له بې ځایه شويو کورنیو سره لازمې مرستې وشي .

نوموړي د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخی ته هدایت ورکړ، چې د هرات سبز ښارګوټي د ستونزې په اړه دې د حج او اوقاف وزیر سره خبرې وکړي تر څو شته ځمکه د کډوالو وزارت ته وسپاري.

د هېواد اجرائیه رئیس له ټولو نړیوالو ادارو څخه د مننې کولو ترڅنګ ټينګار وکړ، چې ټولې ادارې باید په ګډه کار وکړي تر څو راستنېدونکو کورنیو لپاره اسانتياوې رامنځته شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement