د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ولسي جرګې نننۍ ناسته پر تاوتریخوالي واوښته

د ولسي جرګې نننۍ ناسته پر تاوتریخوالي واوښته

May 29, 2019 - 16:29

کابل (پژواک، ٨ غبرګولی ٩٨): د ولسي جرګې ناسته که څه هم تېره ورځ د اجرایي پلاوي له خوا رخصت اعلان شوې وه، نن ترسره شوه، خو د ریاست څوکۍ پر سر د جرګې د غړو د اختلاف له امله پر تاوتریخوالي بدله شوه.

د غويي په ۲۸مه د ملي شورا د ۱۷مې تقنیني دورې له پرانیستې وروسته د ولسي جرګې د ریاست څوکۍ لپاره ټاکنې وشوې خو د پایلو په تړاو یې د جرګې د غړو ترمنځ اختلاف رامنځته شو.

یاده جرګه تر اوسه په ۱۲ عمومي ناستو کې د ریاست څوکۍ د ټاکنو د پایلو په تړاو د رامنځته شوي اختلاف پر حل نه ده بریالۍ شوې.

د ولسي جرګې اجرایي پلاوي تېره ورځ د یادې جرګې عمومي ناستې د کوچني اختر د رخصتیو تر پایه رخصت اعلان کړې، خو د جرګې ځينو غړو دغه اقدام غیر قانوني وباله او ویې ویل، د جرګې ناستو ته دوام ورکوي.

خو نن د یادې جرګې عمومي ناسته ترسره شوه او د جرګې شاوخوا ۱۳۰ غړو په کې ګډون درلود.

د جرګې نننۍ ناسته د موقتو منشیانو «قمربانو نورستانۍ او ګلالۍ محمدي» له خوا مدیریت کېده.

د ولسي جرګې له فعالیت وروسته عطامحمد دهقانپور د جرګې د موقت رییس په توګه ټاکل شوی و، خو د ولسمشرۍ څوکۍ لپاره د دوو نوماندانو «میر رحمان رحماني او کمال ناصر اصولي» د رایو پر سر له اختلاف وروسته له ریاست څخه لرې شوی دی.

د کندهار د خلکو استازي ګل احمد کمین د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې وویل، باید نوی موقت رییس وټاکل شي، د ریاست لپاره دې نوي کسان نوماند او دویم ځلي ټاکنې دې ترسره شي.

د جرګې نورو غړو هم ورته نظر درلود.

د کاپیسا د خلکو استازي میردادخان نجرابي وویل، د جرګې نننۍ ناسته د قانون خلاف جوړه شوې؛ ځکه د دې جرګې د داخلي دندو اصولو د ۱۴مې مادې د پنځمې فقرې له مخې، رییس، لومړی یا دویم منشي باید جرګه مدیریت کړي.

د فراه د خلکو استازي همایون شهیدزاده وویل، د جرګې یو شمېر غړو له عطامحمد دهقانپور سره چې مخکې موقت رییس تاکل شوی و، خبرې کړې او که جرګه اجازه ورکوي دهقانپور د جرګې د ریاست چارې پر غاړه اخلي.

وروسته د جرګې یو شمېر غړو دهقانپور تالار ته داخل کړ او هڅه یې کوله چې هغه د ریاست پر څوکۍ کېنوي. په دغه وخت کې د پروان د خلکو د استازي همایون هریرود او د ننګرهار د خلکو استازي ابرارالله مراد ترمنځ شخړه وشوه او مستقیم نشرات هم بند شول.

له لنډې مودې وروسته د جرګې یو غړی چې ونه پېژندل شو، د نورو غړو له خوا له تالاره و ایستل شو او په امبولانس کې یې انتقال کړ. د جرګې د یوه غړي انتقال ځکه مشخص نه دی چې د جرګې د غړو ترمنځ شخړه د خبریالانو په نه شتون کې ترسره شوه.

 

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement