ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیکا خلک: نړیواله ټولنه دې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر غړو د پاکستان برید وڅېړي

د پکتیکا خلک: نړیواله ټولنه دې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر غړو د پاکستان برید وڅېړي

author avatar
29 May 2019 - 11:47
د پکتیکا خلک: نړیواله ټولنه دې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر غړو د پاکستان برید وڅېړي
author avatar
29 May 2019 - 11:47

ښرنه (پژواک، ٨ غبرګولى ٩٨): د پکتيکا ولايت سلګونو اوسېدونکو د يوه لاريون په ترڅ کې له نړيوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې د پاکستان د پوځ له لوري د پښتون ژغورنې غورځنګ پر غړو شوى وسله وال بريد دې جدي وڅېړل شي.

درې ورځې مخکې په شمالي وزيرستان کې پاکستاني پوځيانو د پښتون ژغورنې غورځنګ پر غړو ډزې وکړې چې په ترڅ کې یې پنځه کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول.

د يادې پېښې په غبرګون کې نن د پکتيکا سلګونو اوسېدونکو په مرکز ښرنه کې سوله ييز لاريون وکړ.

د لاريون يوه ګډنوال عثمان وزير پژواک خبري اژانس ته وويل چې پاکستان په پرله پسې ډول هڅې کوي څو له بېلابېلو لارو د پښتنو د غږ پورته کولو مخه ونيسي.

هغه وويل: ((له دغه لاريون څخه زموږ موخه د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ دى، موږ له ټولو نه غواړو چې د پاکستان د دې وروستي ظلم پر وړاندې غلي پاتې نه شي او خپل اواز پورته کړي.))

دغه راز بل لاريون کوونکي برات خان تکړه پژواک ته وويل چې د ټولې نړې پښتانه دې يوځاى د پاکستان د دغه ظلم پر وړاندې غږ پورته کړي.

دى وايي: ((د پښتون ژغورنې پر غورځنګ بريد، پر ټولو پښتنو بريد دى چې بايد دغه موضوع جدي ونيول شي.))

د نوموړي په وينا، د پاکستان حکومت يو شمېر هغه خبريالان هم زنداني کړي چې د اړوندې موضع په اړه يې د پښتون ژغورنې غورځنګ له مخکښ غړي محسن داوړ سره مرکه کړې وه.

يو شمېر نورو لاريون کوونکو هم ورته څرګندنې وکړې او له نړيوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر غړو شوى وسله وال بريد دې وڅېړل شي.

لاريون کوونکو ټينګار کاوه چې د پاکستان حکومت بايد هر څه ژر د پښتون ژغورنې غورځنګ نيول شوي غړي هم ازاد کړي.

بل لور ته د بښنې نړيوالې سازمان هم د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې چې ياده موضوع ژر تر ژره وڅېړي او نيول شوي کسان دې هم ازاد کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.