ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار د شمالي ولسوالیو د امنیت لپاره نوي پوځي تاسیسات جوړېږي

د کندهار د شمالي ولسوالیو د امنیت لپاره نوي پوځي تاسیسات جوړېږي

author avatar
29 May 2019 - 16:50
د کندهار د شمالي ولسوالیو د امنیت لپاره نوي پوځي تاسیسات جوړېږي
author avatar
29 May 2019 - 16:50

کندهار (پژواک، ۸ غبرګولی ۹۸): افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډه د کندهار د شمالي ولسوالیو او کندهار- اروزګان لارې د خوندیتوب په موخه عملیات پیل کړي او په نیول شوو سیمو کې یې نوي پوځي تاسیسات جوړ کړي دي.

د دغو عملیاتو د تدابیري پلان جوړولو او په نیول شوو سیمو کې د جوړو شوو پوځي تاسیساتو د ارزونې په موخه د نړیوالو ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ مېلر، د ملي دفاع وزارت مرستیال ډګر جنرال محمد یاسین ضیا او د کورنیو چارو وزارت د امنیتي مرستیال جنرال خوشال سادات په ملتیا یوه پلاوي کندهار ته سفر کړی و.

د ملي دفاع وزارت مرستیال ډګر جنرال محمد یاسین ضیا وايي، د کندهار د شمالي ولسوالیو او کندهار- ارزوګان لارې د خوندیتوب په موخه یې د خالد په نوم عملیات پیل کړي چې په بریالیتوب پر مخ ځي.

هغه زیاته کړه، د دغو عملیاتو په پایله کې د کندهار- اروزګان لارې په اوږدو کې د شاولیکوټ ولسوالۍ اړوند د اردو بلاغ سیمه امنیتي ځواکونو نیولې او هلته یې د پوځي تاسیساتو په جوړولو پیل کړی دی.

د ده په خبره، د دې ستراتيژيکې سيمي نيول ځکه مهم دي چې د سوېل درې ولایتونه سره نښلوي او د وسله والو مهمې عبوري لارې ورڅخه تېرېږي.

دی وايي، د وسله والو پر ضد پيل شوي عملیات بریالي دي او د وسله والو تګ راتګ مهمې لارې یې تړلې دي.

د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال جنرال خوشال سادات وویل، په سږنیو عملیاتو کې یې د وسله والو تر اصلي مرکزونو ځانونه رسولي او هغوی یې ځپلي دي.

هغه زیاته کړه، د ترهګرو ډلو پر وړاندې اوس د امنیتي ځواکونو کړنلاره بدل شوې او له هغوی سره قاطعانه چلند کوي.

پر همدې مهال په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر وايي، افغان امنیتي ځواکونه په جګړه کې بر لاسي دي او وضعیت سم لوري ته روان دی.

هغه زیاته کړه: ((ما نن دلته له افغان ځواکونو لیدنه وکړه، دلته د پولیسو او ملي اردو ترمنځ د امنیت په راوستلو کې ښه همغږي موجوده ده، څو د کندهار- اروزګان لاره امن شي او خلک په ډاډه زړه تګ راتګ وکړي.))

امنیتي ځواکونه په داسې حال کې د وسله والو پر ضد خپل عملیات بریالي بولي چې د هوا له ګرمېدو سره وسله والو په بېلابېلو سیمو کې بریدونه ډېر کړي دي.

په کندهار کې هم وسله وال تر ډېره په شمالي ولسوالیو شاولیکوټ، خاکرېز، نېش، میانشین او نورو کې فعال دي او وخت په وخت د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.