کابل (پژواک، ٩ غبرګولی ٩٨): د افغانستان د ملي امنیت مشاور د پاکستان له لوی درستیز سره د افغان سولې، له تروریزم سره د مبارزې، سیمه ییز پیوستون او دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا په اړه خبرې وکړې.
د ملي امنیت شورا د دفتر له خوا پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان د ملي امنیت مشاور ډاکتر حمدلله محب د یوه لوړپوړي افغان پلاوي په مشرۍ تېره دوشنبه د «غبرګولي ۶مه» اسلام اباد ته سفر وکړ او د هغه هېواد له لوی درستیز جنرال قمرالدین باجوه سره یې ولیدل.
سرچینې زیاته کړې، د افغانستان د ملي امنیت مشاور او د پاکستان لوی درستیز د بېلا بېلو موضوعاتو لکه د افغان سولې بهیر، له ترورېزم سره مبارزه، سیمه ییز پیوستون او د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا په اړه يې خبرې وکړې.
سرچینې زیاته کړې، په دې ناسته کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو د ښه کېدو لپاره پر دوامدارو اړیکو موافقه وکړه او د سیمې د امنیت پر اړوند موضوعاتو یې ټینګار وکړ.
په خبرپاڼه کې راغلي، دواړو لوریو موافقه وکړه چې افغانستان او پاکستان باید د سیمه ییزې پراختیا په برخه کې هراړخیز عمل وکړي. د سیمې اقتصادي پیوستون او په جنوبي او منځنۍ اسیا کې ثبات به د یو منظمې پرمختیايي کړنې له لارې په سیمه کې د ثبات د رامنځته کېدو لامل شي. سربېره پر دې له تاریخ څخه باید درس واخلو خو باید اجازه ورنه کړو چې تېر تاریخ زموږ د رغوونکې اړیکې لپاره خنډ جوړ شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن