کابل (پژواک،۹ غبرګولی ۹۸): د ولسي جرګې په دیارلسمه ناسته کې درېیم ځل ددې جرګې د ریاست څوکۍ پر سر د رامنځته شوې ستونزې د حل لپاره لس کسیز پلاوی وټاکل شو.
د غويي په ۲۸ مه د ملي شورا د اوولسمې دورې له پرانیستې وروسته د ولسي جرګې د ریاست څوکۍ لپاره دویمه دوره ټاکنې ترسره شوې، خو د پایلو پر سر یې د یادې جرګې د غړو تر منځ اختلاف رامنځته شو.
ولسي جرګه تر اوسه په ۱۳ ناستو کې د یادې ستونزې پر حل نه ده توانېدلې.
مخکې د جرګې غړو د یادې ستونزې د حل لپاره یو ځل لس او بیا ۲۷ کسیز پلاوی ټاکلی و، خو پایله یې نه درلوده او د جرګې یو شمېر غړو د ۲۷ کسیز پلاوي پرېکړه ونه منله.
د غبرګولي په شپږمه د ولسي جرګې د رهبرۍ او ستونزو د حل لپاره څلور کسان د اجرايیه پلاوي په توګه ټاکل شوي وو او دغه پلاوي د جرګې ناسته د کوچني اختر د رخصتیو تر پایه رخصت اعلان کړه چې د جرګې یو شمېر غړو یې له دې پرېکړې سره مخالفت وکړ.
د تېرې ورځې ناسته د جرګې د یو شمېر غړو لخوا پر تاوتریخوالي بدله شوه.
ولسي جرګې نن هم په داسې حال کې ناسته وکړه چې رسنیو ته یې د پوښښ اجازه ورنه کړل شوه.
په ولسي جرګه کې د پروان د خلکو استازي همایون هریرود له ناستې وروسته رسنیو ته وویل، د فراه د خلکو د استازي ګل احمد په مشرۍ نن یو لس کسیز پلاوي ته د رامنځته شوو ستونزو د حل دنده وسپارل شوه.
هغه زیاته کړه، د یاد پلاوي غړي د میررحمان رحماني پلویان، درې د کمال ناصر اصولي پلویان او څلور کسان بې طرفه دي.
هغه د یادو اختلافونو پر حل د ټینګار تر څنګ وویل: ((تر څو چې قانون او د داخلي وظایفو اصول معیار ونه ټاکل شي او د جرګې ځینې غړي له زورواکۍ او مخالفتونو لاس وانخلي ستونزه نه حلېږي.))
د نوموړي په خبره، راتلونکې شنبه (د غبرګولي په ۱۱ مه) د جرګې غړي د پلاوي له خوا جوړې شوې طرحې ته رایه ورکوي او وروسته یاد پلاوی د اختلافونو د حل لپاره کار پیلوي.
په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي عبیدالله کلیمزي هم د لس کسیز پلاوي د جوړېدو خبر ورکړ او هیله مندي یې ښکاره چې یاد پلاوی به رامنځته شوي اختلافونه حل کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن