کابل (پژواک، ٩ غبرګولى ٩٨): د ملي دفاع وزارت مسوولين وايي چې امنيتي ځواکونو په زابل ولايت کې د طالبانو له يوه زندانه د ملکي وګړو په ګډون ٢٨ بندیان ازاد کړي دي.
دغه څرګندونې د غبرګولي په نهمه د ملي دفاع وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې شوې دي.
خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي دفاع وزارت کومانډو ځواکونو تېره شپه د زابل په نوبهار ولسوالۍ کې د طالبانو پر يوه زندان عمليات کړي دي.
د سرچينې په حواله، له ياد زندانه ٢٨ بندیان ازاد کړل شوي چې ١٦ يې ملکي وګړي او ١٢ نور امنيتي سرتېري دي.
بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، له دې مخکې هم امنيتي ځواکونو د زابل او هلمند تر څنګ په نورو ولايتونو کې د طالبانو پر زندانونو عمليات کړي او يو شمېر کسان يې ازاد کړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن