ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سعودي: د حج او عمرې لپاره هېڅ ډول شرط نشته

سعودي: د حج او عمرې لپاره هېڅ ډول شرط نشته

author avatar
30 May 2019 - 14:25
سعودي: د حج او عمرې لپاره هېڅ ډول شرط نشته
author avatar
30 May 2019 - 14:25

مکه مکرمه (پژواک، ۹ غبرګولی ۹۸): د سعودي عربستان د حج او عمرې وزیر دوکتور محمد صالح وایي چې د نړۍ ټول مسلمانان د حج او عمرې ادا کولو حق لري او په دې برخه کې د سعودي حکومت کوم شرط نه لري.

نوموړي په مکه مکرمه کې د اسلامي همکاریو سازمان د سرمشریزې ناستې په څنډه کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د سعودي د حکومت  له خوا د حج او عمرې هېڅ ډول شرط نه دی ایښودل شوی، یواځې هغه شرطونه دي چې په قران کریم او حدیث شریف کې د حج او عمرې لپاره ټاکل شوي دي.

هغه زیاته کړه چې حکومت یې د حاجیانو، معتمرینو او زایرینو لپاره له هوایي ډګرونو نیولې بیا تر اړوندو سیمو او ساحو او حرمینو پورې ټولې اسانتیاوې برابرې کړې دي .

ده وویل: ((زموږ حکومت له کوم ژبني، کلتوري او سمتي توپیر پرته ټولو مسلمانانو ته د حج او عمرې زمینه او ورته اسانتیاوې برابروي.))

د سعودي د حج وزیر وویل، له پیل راهیسې د حاجیانو او عمره کوونکو چې ده د خدای مېلمانه یاد کړل، د خدمت کولو ژمنه کړې او دغه کار ته به ادامه ورکوي.

دوکتور صالح وویل چې حکومت یې له جدې څخه تر مکې او بیا له مکې او جدې څخه تر مدینې منورې پورې د اورګاډي سروېس پیل کړی چې له دې سره به مسلمانانو ته ډېرې اسانتیاوې په لاس ورشي او په ژر فرصت کې به اړوندو سیمو ته ورسېږي.

هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د هر هېواد نفوسو ته په کتو ته هغوی ته سهمیه ځانګړې شوې ده او په دې برخه کې هېڅ ډول ځانګړی امتیاز چا ته نه دی ورکړل شوی.

نوموړي په دې برخه کې هر ډول سیاست رد کړ او په ډاګه یې کړه چې د حج په موضوع کې هېڅ ډول سیاست نشته دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.