ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خنجري: په اروزګان کې تېر کال ٧٧٣ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

خنجري: په اروزګان کې تېر کال ٧٧٣ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
30 May 2019 - 12:24
خنجري: په اروزګان کې تېر کال ٧٧٣ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
30 May 2019 - 12:24

ترینکوټ (پژواک، ۹ غبرګولی ۹۸): د اروزګان حکومتي مسوولین وايي چې د امنيتي مسوولينو د ګومارنۍ په برخه کې يوه کوچنۍ تېروتنه به د دغه ولایت د یو شمېر ولسوالیو د سقوط لامل شي او جګړه به له کابو کېدو څخه ووځي.

د اروزګان امنیتي مسوولین دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې په دغه ولایت کې له تېر یو کال راهیسې له طالبانو سره په جګړه کې ۷۷۳ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په مشرانو جرګه کې د اروزګان دوه استازي دغه ولايت ته تللي څو امنيتي وضعيت له نږدې وګوري.

د دوی له ډلې حنیف حنیفي له امنيتي مسوولينو سره د ليدنې پر مهال وويل چې په اروزګان کې روان امنیتې وضعیت اندېښمنوونکی دى او که ورته پاملرنه ونه شي، نو دغه ولایت به یو ځل بیا د سقوط له ګواښ سره مخ شي.

هغه وایې: ((ځيني چارواکي د پيسو په زور مقرر شوي او سلګونه خيالي پوليس شتون لري چې دا هر څه نا امنۍ ته لار هواروي.))

بل لور ته د اروزګان امنیتي چارواکي که څه هم یو شمېر ستونزې مني، خو وایي چې د حل لپاره یې لاس په کار شوي دي.

د دغه ولایت امنیه قوماندان سمونوال خطاب خنجري د پولیسو په لیکو کې فساد، کمزوری مدیريت، خیالي پولیس او ګڼې نورې ستونزې مني خو وایې چې د حل لپاره یې لاس په کار شوى دى.

خنجري وایي، امنیتې ځواکونه لا هم هره ورځ له طالبانو او نورو ترهګرو ډلو سره په جګړه کې قرباني ورکوي چې تېر لمریز کال ۷۷۳ ملي او سیمه ییز پولیس وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د پولیسو دغه مشر وایي، له مرکز سره د ټولو ولسوالیو د لویو لارو تړل کېدل او پر وخت د هوایې ځواک نه رسېدل د دې لامل شوی چې په لرو پرتو سیمو کې امنیتې سرتېري له لوږې او یو شمېر نورو ستونزو سره مخ او له امله یې له طالبانو سره یوځای شي.

امنیه قوماندان وایي، سربېره پر دې چې وسله وال د پولیسو په پرتله په مجهزو وسلو، شپني دوربینونو او لایزري وسلو سمبال دي، بیا هم دوی توانېدلې په تیر کال کې تر ۱۲۶۲ طالبانو ته مرګ ژوبله واوړي.

همدارنګه په اروزګان کې د ملي اردو د څلورمې لوا قوماندان ډګروال عبدالولي حقمل بیا یوازې د دغه ولایت په چارچینو او خاص اروزګان ولسوالیو کې یو شمېر ستونزې مني، خو وایي، دوی توانېدلي د طالبانو پر وړاندې وجنګېږي او سیمې بېرته په خپل کنټرول کې کړي.

د ملي اردو دغه قوماندان وایې، هغو ولسوالیو ته چې لارې یې د طالبانو له خوا تړل شوې، دوی د امنیتې ځواکونو اعایشي لپاره نغدي پیسې لېږي، څو هلته د ځان لپاره خوراکي او نور توکي وپېرې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.