ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د بشري حقونو بنسټونه دې د جنرال احمدزي د تحقیق بهیر روڼتیا ته پاملرنه وکړي”

“د بشري حقونو بنسټونه دې د جنرال احمدزي د تحقیق بهیر روڼتیا ته پاملرنه وکړي”

author avatar
30 May 2019 - 13:14
“د بشري حقونو بنسټونه دې د جنرال احمدزي د تحقیق بهیر روڼتیا ته پاملرنه وکړي”
author avatar
30 May 2019 - 13:14

کابل (پژواک، ٩ غبرګولی ۹۸): د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو شورا له جنرال حبیب احمدزي څخه د بې پرې تحقیق د ټینګار تر څنګ وايي چې د بشري حقونو بنسټونه او تعقیب کوونکې ادارې باید د تحقیق بهیر روڼتیا خوندي کړي او په دې قضیه کې د ښکېلو تورنو کسانو دندې باید وځنډېږي.

د ولسمشر محمد اشرف غني پخواني ځانګړي سلاکار جنرال حبیب الله احمدزي څه موده وړاندې له رسنیو سره په مرکه کې ویلي چې په رسمي دندو کې د لاسوهنې، له ډیموکراسۍ د ناسم تعبیر او په ارګ کې د ځانګړو کړیو له لوري فحشا ته د هڅونې له امله یې استعفا کړې ده.

هغه یادونه کړې ده چې هېڅ سلاکار او وزیر نه شي کولی له لایحې سره سم خپله دنده ترسره کړي او له ارګ څخه ځیني کړۍ د هغوي په رسمي چارو کې لاسوهنه کوي او د ولسمشر په سلاکارانو کې داسې کسان هم شتون لري چې په اسانه له ولسمشر سره لیدنه نه شي کولی.

احمدزي ویلي چې په تېرو درېیو کلنو کې ولسمشر غني د ګوتو په شمېر کسانو سره اړینې لیندنې او مشورې کړې دي چې دغو مشورو د حکومتي چارو په ښه توب کې هېڅ مثبت بدلون نه دی رامنځته کړی.

نوموړي په دې مرکه کې ادعا کړې چې ارګ دننه د سلاکارانو، وزیرانو او وکیلانو داسې کړۍ شتون لري چې د فحشا دودولو لپاره کار کوي.

د هېواد لويې څارنوالۍ دوه ورځې وړاندې له جنرال احمدزي غوښتنه کړې وه چې تر پنجشنبې ورځ (غبرګولي ۹مه) له خپلو اسنادو سره دې ادارې ته حاضر شي.

په ورته مهال د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو شورا نن د اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په ارګ کې دننه د پراخ مالي او اخلاقي فساد په ځانګړې توګه د ولسي جرګې ټاکنو بهیر کې د درغلیو په تړاو د ملي یووالي حکومت د پخواني ځانګړي سلاکار جنرال حبیب احمدزي څرګندونو په ملي کچه جدي اندېښنې رامنځته کړي او د نړۍ په کچه د هېواد د بدنامۍ لامل شوي دي.

دا اعلامیه چې نن پنجشنبې خپره شوې او یوه کاپي یې پژواک خبري اژانس ترلاسه کړې، کاږي: ((د لویې څارنوالۍ له لوري د جنرال احمدزي یو اړخیز جلب دا حقیقت څرګندوي چې له نوموړي سره د قانوني ارزښتونو او حقوقي موازینو خلاف چلند کېږي، په داسې حال کې چې جنرال احمدزي د بیان ازادي حق له مخې په فساد اخته کسان یې په ګوته کړي؛ ولې د تورنو کسانو دندې نه ځنډېږي او د ښاغلي احمدزي په څېر له مساوي حقونو څخه نه برخمن کېږي؟ دغه راز تورن شوو کسانو باید شکایت درج کړی و څو په حقوقي دعوا کې له ښاغلي جنرال احمدزي سره په یوه ردیف کې واقع شوي وو.))

په اعلامیه کې راغلي دي: ((تر اوسه د احمدزي په اړه چا شکایت نه دی کړی، لوی څارنوالۍ د کوم شکایت پر بنسټ نوموړی جلب کړی او له هغه څخه تحقیق کوي.

په اعلامیه کې یادونه شوې چې د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو شورا، د دې تر څنګ چې د جنرال حبیب جلب یو اړخیز بولي او اندېښنه څرګندوي چې په دغه کار سره په ارګ کې خپور شوي فساد کره کوي او د حکومت له لوري د فساد ابعادو په پټولو دلالت کوي چې په ښکاره ډول یې د بیان ازادي غږ چوپ کړی او په هېواد کې د وضعیت ګډوډېدو ته لمن وهي.

د اعلاميې په باور، څوک چې تورن شوي که په فساد کې ښکېل نه وو، باید شکایت یې درج کړی وای؛ دغه راز د هغوی دندې دې وځنډول شي.

یادې شورا د جنرال احمدزي جلب یو اړخیز او غیرعادلانه بولي او وايي غوره ده چې ولسمشر په دې تړاو د حقیقت موندنې امر ورکړئ؛ له دې پرته به ولسمشر او د هغه قانون ماتونکي شریکان مسوول وي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.