کابل (پژواک، ۹ غبرګولی ۹۸): په مسکو کې د افغان سياستوالو او طالبانو ترمنځ ناسته له کومې څرګندې پرېکړې پرته پاى ته ورسېده، خو په خپره شوې اعلاميه کې يې راغلي چې په دې ناسته کې د افغانستان د خلکو د برخليک او د سولې او ثبات راتلونکو ارمانونو ته د رسېدو په اړه بحثونه وشول.
ياده شوې ناسته په مسکو کې د غبرګولي په ٧مه د افغانستان او روسيې د ديپلوماتيکو اړيکو د سلمې کاليزې په مناسبت جوړې شوې غونډې څخه وروسته د دوو ورځو لپاره ترسره شوه.
په دې ناسته کې د مخکيني ولسمشر حامد کرزي، د ولسمشرۍ نوماند حنيف اتمر، د حزب وحدت ګوند مشر محمد محقق او د جمعيت اسلامي اجرايي مشر عطامحمد نور په ګډون يو شمېر افغان سياستوالو او د طالبانو له خوا د ملا برادر په شمول ١٤ کسيز پلاوي ګډون کړى و.
دغه ناسته نن (د غبرګولي ٩مه) ناوخته پاى ته ورسېده چې د ګډونوالو له خوا يې ګډه اعلاميه خپره شوې ده.
په دې اعلاميه کې راغلي: "موږ په مسکو کې د روان ميلادي کال د مې مياشتې په ۲۸مه او ۲۹ مه د بين الافغاني ناستې ګډون کوونکو، د روسيې فدراسيون له مېلمه پالنې څخه په مننې کولو سره د ټولو ناستو په ادامه د سولې په اړه په مهمو موضوعاتو ژور بحثونه وکړل."
سرچينه زياتوي، په دې خبرو کې د ناستې ټولو ګډون کوونکو تلپاتې سراسري سولې ته د رسېدو لپاره په مشترکې اعلاميې ټينګار کاوه.
په اعلاميه کې راغلي، د افغانستان د خلکو د برخليک د سولې او ثبات راتلونکو ارمانونو ته د رسېدو په اړه بحثونه وشول.
سرچينه ليکي: "دواړو لوريو پر اوربند، د ملکي خلکو د ژوندانه په حفاظت، د بنديانو اړوند مسايلو، له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو پر وتلو، د بهرنيو لاسوهنو پر بندولو، د اسلامي نظام په ټينګښت، ملي حاکميت، ځمکنۍ بشپړتيا، د ملي وحدت پر تحکيم، د ښځو پر حقوقو او نورو مسايلو ګټور او ژغورونکي بحثونه وکړل."
په اعلاميه کې راغلي چې دغه بحثونه د همکارۍ په روحيي او بشپړه دوستانه فضا کې ترسره شول، دواړو لوريو په مربوطو برخو کې د پام وړ پرمختګ وکړ، په دې دليل چې ځينې مسايل د لا زياتو بحثونو ايجاب کوي، توافق وشو چې د دا ډول ناستو لړۍ ادامه پيدا کړي او ياد مسايل د روان ميلادي کال د فبرورۍ مياشتې د ۵ مې او ۶ مې نېټو د توافقاتو پر اساس په راتلونکي کې تر بحث لاندې ونيول شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن