د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ولسي جرګې د ریاست ستونزې د حل لپاره لس کسیز پلاوی وټاکل شو

د ولسي جرګې د ریاست ستونزې د حل لپاره لس کسیز پلاوی وټاکل شو

May 30, 2019 - 16:46

کابل (پژواک،۹ غبرګولی ۹۸): د ولسي جرګې په دیارلسمه ناسته کې درېیم ځل ددې جرګې د ریاست څوکۍ پر سر د رامنځته شوې ستونزې د حل لپاره لس کسیز پلاوی وټاکل شو.

د غويي په ۲۸ مه د ملي شورا د اوولسمې دورې له پرانیستې وروسته د ولسي جرګې د ریاست څوکۍ لپاره دویمه دوره ټاکنې ترسره شوې، خو د پایلو پر سر یې د یادې جرګې د غړو تر منځ اختلاف رامنځته شو.

ولسي جرګه تر اوسه په ۱۳ ناستو کې د یادې ستونزې پر حل نه ده توانېدلې.

مخکې د جرګې غړو د یادې ستونزې د حل لپاره یو ځل لس او بیا ۲۷ کسیز پلاوی ټاکلی و، خو پایله یې نه درلوده او د جرګې یو شمېر غړو د ۲۷ کسیز پلاوي پرېکړه ونه منله.

د غبرګولي په شپږمه د ولسي جرګې د رهبرۍ او ستونزو د حل لپاره څلور کسان د اجرايیه پلاوي په توګه ټاکل شوي وو او دغه پلاوي د جرګې ناسته د کوچني اختر د رخصتیو تر پایه رخصت اعلان کړه چې د جرګې یو شمېر غړو یې له دې پرېکړې سره مخالفت وکړ.

د تېرې ورځې ناسته د جرګې د یو شمېر غړو لخوا پر تاوتریخوالي بدله شوه.

ولسي جرګې نن هم په داسې حال کې ناسته وکړه چې رسنیو ته یې د پوښښ اجازه ورنه کړل شوه.

په ولسي جرګه کې د پروان د خلکو استازي همایون هریرود له ناستې وروسته رسنیو ته وویل، د فراه د خلکو د استازي ګل احمد په مشرۍ نن یو لس کسیز پلاوي ته د رامنځته شوو ستونزو د حل دنده وسپارل شوه.

هغه زیاته کړه، د یاد پلاوي غړي د میررحمان رحماني پلویان، درې د کمال ناصر اصولي پلویان او څلور کسان بې طرفه دي.

هغه د یادو اختلافونو پر حل د ټینګار تر څنګ وویل: ((تر څو چې قانون او د داخلي وظایفو اصول معیار ونه ټاکل شي او د جرګې ځینې غړي له زورواکۍ او مخالفتونو لاس وانخلي ستونزه نه حلېږي.))

د نوموړي په خبره، راتلونکې شنبه (د غبرګولي په ۱۱ مه) د جرګې غړي د پلاوي له خوا جوړې شوې طرحې ته رایه ورکوي او وروسته یاد پلاوی د اختلافونو د حل لپاره کار پیلوي.

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي عبیدالله کلیمزي هم د لس کسیز پلاوي د جوړېدو خبر ورکړ او هیله مندي یې ښکاره چې یاد پلاوی به رامنځته شوي اختلافونه حل کړي.

د کاپیسا د خلکو استازي میرداد خان نجرابي وویل: ((که قانون او اصول معیار وګڼل شي د ټاکنو ستونزه حل شوې ده، خو اوس یو شمېر کسان د خپلو شخصي ګټو لپاره د تاوتریخوالي په لټه کې دي.))

خو په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي قاضي میر افغان صافي رسنیو ته وویل: ((تر هغې چې د ولسي جرګې ناستې د قانون او اصولو مطابق ترسره نه شي هېڅ پلاوی نه شي کولای یاده ستونزه حل کړي، که موقت رییس وټاکل شي او جلسه مدیریت کړي ستونزه حلېږي، پرته له دې د جرګې غړي د پلاوي پرېکړه نه مني.))

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement