ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني ښار کې چاودنې اته ملکي وګړي ټپیان کړي

غزني ښار کې چاودنې اته ملکي وګړي ټپیان کړي

author avatar
30 May 2019 - 14:37
غزني ښار کې چاودنې اته ملکي وګړي ټپیان کړي
author avatar
30 May 2019 - 14:37

غزني ښار- ميدان ښار (پژواک، ٩ غبرګولى ٩٨): په غزني ښار کې د یوه موټرسایکل بم چاودنې له امله اته ملکي وګړي ټپيان شوي، بلخوا د ميدان وردګو امنيتي مسوولين ادعا کوي چې په دغه ولايت کې لسګونه طالبان وژل شوي دي.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د غبرګولي په نهمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته شاوخوا يوه بجه د غزني ښار په بزازي سيمه کې یوه موټرسايکل بم چاودنه کړې ده.

هغه وايي چې په دې چاودنه کې اته ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

دغه راز د پېښې يوه عيني شاهد نعمت الله پژواک ته وويل چې دغه چاودنه د پوليسو او ترافيکو رينجر موټرو ته څېرمه شوې ده.

هغه وايي چې پوليسو او ترافيک پولیسو ته کومه ستونزه نه ده پېښه شوې خو څو ملکي کسان په کې ټپيان شوي دي.

همدارنګه د غزني ولايتي روغتون نوکريوال ډاکتر نورالله پژواک ته وويل چې له يادې پېښې اته ټپيان روغتون ته ور وړل شوي دي.

ده وويل چې د ټپيانو روغتيايي وضعيت ښه دى او د ورځې تر پايه به ټول رخصت شي.

د دې پېښې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

دغه راز د بل خبر له مخې، په ميدان وردګو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ له مطبوعاتي دفتره پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه ګډو ځواکونو د چک ولسوالۍ په بمبايي او پنه سيمو کې هوايي بريدونه کړي دي.

سرچينه وايي چې په دغو عملياتو کې ٤٥ وسله وال طالبان وژل شوي، ٥٠ ټپيان شوي او ١٥ نور نادرکه دي.

بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.