ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ګردېز کې ملي امنيت د انسان تښتوونکو ٧ کسزه ډله ونيوله او يو ماشوم يې ترې وژغوره

ګردېز کې ملي امنيت د انسان تښتوونکو ٧ کسزه ډله ونيوله او يو ماشوم يې ترې وژغوره

author avatar
30 May 2019 - 18:05
ګردېز کې ملي امنيت د انسان تښتوونکو ٧ کسزه ډله ونيوله او يو ماشوم يې ترې وژغوره
author avatar
30 May 2019 - 18:05

ګردېز (پژواک، ٩ غبرګولى ٩٨): د پکتيا د ملي امنيت ځواکونو د انسان تښتوونکو يوه اووه کسيزه ډله نيولې او يو ماشوم يې د هغوی له منګولو ژغورلی دی.

د ماشوم پلار ولي خان وايي چې تښتوونکو يې زوی د غويي مياشتې په ۲۲مه د احمدابا ولسوالۍ په همت خېلو سيمه کې د خپل کور له مخې تښتولی و.

ده پژواک خبري اژانس ته وويل چې انسان تښتوونکو ورڅخه د زوی د خلاصون په بدل کې دوه ميليونه او پنځه لکه پاکستانۍ کلدارې غوښتې، چې په خبره يې د دومره ډېرو پيسو ورکولو توان يې نه درلود.

دی وايي: ((د مازديګر وخت و چې د کور له مخې يې بېولی و. تقريبا اته، لس ورځې وروسته يې ټيلېفون وکړ، کله به يې ويل چې موټر راکړه، کله به يې ويل چې کور کې غوا لرې، هغه خرڅه کړه، خو هر څه به يې غوښتل؛ خو شکر الحمدلله د ملي امنيت د ټولو کارمندانو د هلو ځلو په برکت مې زوی خدای وژغوره.))

د تښتول شوي ماشوم نيکه حاجي ضابط وايي چې انسان تښتونکو به يې لمسی واهه، په دوی به يې ژړا اورېده او ګواښ يې کاوه چې که ژر ورته پيسې ونه رسيږي، نو لاس او ګوتې به ترې پرې کړي.

نوموړي وويل: ((موږ ورته ويل چې موږ سره پنځه زره روپۍ نشته او تاسو پنځه ويشت لکه غواړئ. هلک به يې واهه، ژړاوه به يې، ورته ويل به يې چې لاس درنه پرې کوو، پلار ته دې يې په پلاستيک کې ورلېږو. آخر مو په پنځه لکه کلدارې سره فيصله کړې وه، خو د الله په رحم سره د امنيتي ځواکونو په برکت راخلاص شو.))

تښتول شوی ماشوم چې اقبال نوميږي، وايي چې تښتوونکو واهه، ډوډۍ يې نه ورکوله او په وروستۍ ورځ يې تر خټو لاندې په تنور کې اچولی و.

ده وويل: ((وهلم يې، ويل يې لاس او ګوته درنه پرې کوو او پلار ته دې يې په خلته کې ورلېږو، ويل يې پلار ته دې ووايه چې پيسې راولېږه. په ترپال به يې څملولم. ويل يې که پلار دې پيسې راونه لېږلې، حلالوم دې.))

د پکتيا د ملي امنيت رييس تورنجنرال قدرمحمد قدر وايي چې دا ماشوم يې د ځای له تثبيت وروسته د ګردېز په بالاده سيمه کې په يوه کور کې موندلی دی.

هغه وويل چې په دې کور کې يې ټول اووه تنه تښتوونکي له يوه کرولا موټر سره نيولي او تورنو کسانو پر خپل جرم اعتراف هم کړی دی.

نوموي زياته کړه: ((د روژې مياشتې په برکت زموږ منسوبين وتوانېدل چې د ماشوم ځای ځايګی تثبيت او نجات ورکړي. د دوی د کورنۍ دا هيله نه وه چې بيا به خپل زوی ژوندی وګوري، خو الحمدلله موږ وتوانېدو چې بېرته يې خپلې مور او پلار ته وسپارو او خوښي يې راوګرځوو.))

شاوخوا پنځه مياشتې وړاندې هم د ملي امنيت ځواکونو په ورته يوه پېښه کې د انسان تښتوونکو اووه کسيزه ډله نيولې وه او يو لس کلن ماشوم يې د هغوی له منګولو ژغورلی و، چې د کورنۍ په خبره يې د خلاصون په بدل کې يې ترې شپېته زره امريکايي ډالر غوښتل.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.