لښکرګاه (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۹۷): د هلمند د سولې ولسي حرکت غړي په يوه نوي پلي سفر د طالبانو تر واک لاندې سيمې موسی کلا ته روان شول.
د دغه حرکت مشر اقبال خيبر پژواک خبري اژانس ته وويل، دوی له دې مخکې د حکومت، بهرنيو ځواکونو او بېلابېلو سفارتونو له استازو سره ليدنې کړې دي او مثبتې اغېزې يې درلودلې دي.
ده زياته کړه، دغه ځل يې د يوه اته کلن ماشوم او يوه سپي تر څنګ ۳۰ غړي پلي موسی کلا ولسوالۍ ته روان شول چې هلته به د طالبانو د مسوولينو ترڅنګ له مېشتو ولسي خلکو سره وګوري، څو د سولې له روان بهير او د دوی له هڅو حمایت وکړي.
د هغه په وينا چې د يوه نوي پيل شوي فعاليت په ترڅ کې به د طالبانو تر واک لاندې سيمې موسی کلا ته پلي ولاړ شي، څو د سولې او اوربند غږ تر عامو خلکو او د طالبانو تر مسوولینو ورسوي او هیله لري چې دوی زموږ خبرو ته غوږ ونیسي.
د دغه حرکت بل غړي باچاخان مولاداد پژواک ته وویل، هیله لري د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې به د سولې او اوربند په برخو کې د سیمې خلک ډېره همکاري وکړي.
د ده په خبره، نه یواځې موسى کلا ولسوالۍ ته ځي، تر څنګ به یې نورو ناامنو سیمو ته هم ولاړ شي، څو عام خلک او د طالبان مسوولین د دوى خبرو ته غوږ ونیسي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن