مکه (پژواک، ۱۰ غبیرګولی ۹۸) : د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ولسمشر غني سره په لیدنه کې ډاډ ورکړ، چې ژر به د پاکستان له هوایي حدودو څخه د افغان الوتکو د الوتنو ستونزه هواره کړي.
له ارګ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې محمداشرف غني نن ماسپښین د اسلامي همکاریو سازمان د مشرانو د څوارلسمې ناستې په څنډه کې د پاکستان اسلامي جمهوریت لومړي وزیر عمران خان سره د مکې مکرمې په ښار کې وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو مناسباتو، سیمه ییز اتصال، سوداګرۍ، سولې، امنیت او تروریزم سره د مبارزې په اړه بحث او خبرې وکړې.
دواړو لوریو ټینګار وکړ چې په نږدې راتلونکي کې پاکستان ته د جمهوررئیس غني د سفر په جریان کې به پر یادو موضوعاتو مفصل بحث وشي.
عمران خان د دې ترڅنګ چې یو ځل بیا د باثباته افغانستان په برخه کې د خپل هیواد تعهد څرګند کړ وویل، د پاکستان لپاره سیمه ییز اتصال، د سولې پروسه او تروریزم سره مبارزه مهمه ده، ځکه د بې وزلي د له منځه وړلو او د سیمې د خلکو د هوساینې لامل کېږي.
په دې کتنه کې جمهوررئیس غني د پاکستان فضایي حریم څخه هند ته د افغانستان د الوتکو د الوتنو د منع ستونزه عمران خان سره مطرح کړه او د پاکستان لومړي وزیر ژمنه وکړه چې د دې ستونزې حل ته به توجه وشي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن