ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنيه قوماندان: بلخ کې  ۵۰ کلي د طالبانو له شتونه پاک شوي

امنيه قوماندان: بلخ کې ۵۰ کلي د طالبانو له شتونه پاک شوي

author avatar
1 Jun 2019 - 15:29
امنيه قوماندان: بلخ کې  ۵۰ کلي د طالبانو له شتونه پاک شوي
author avatar
1 Jun 2019 - 15:29

مزاشريف ( پژواک، ۱۱غبرګولی، ۹۸)د بلخ امنيه قومانداني وايي چې په تېره يوه مياشت کې يې د دغه ولايت په دولت اباد، چمتال، بلخ، چهاربولک او شولګر ولسواليو کې د پوځي عملياتو پر مهال شاوخوا ۵۰ کلي د طالبانو له شتونه پاک کړي دي.

د بلخ امنيه قوماندان سمونوال اجمل فايز د غبرګولي په ۱۱مه، مزارشريف کې يوه خبري کنفرانس ته وويل چې د يادو عملياتو پر مهال د هوايي او ځمکنيو بريدونو له امله ۵۴ وسله وال طالبان وژل شوي او ۵۹ نور ټپيان شوي دي.

امنيه قوماندان زياته کړه، د دغو عملياتو په ترڅ کې د وسله والو مخالفينو ۱۴ نقليه وسايط د پوليسو لاسته لوېدلي او ۱۸ عرادې نقليه وسايط هم د جګړې پر مهال له منځه وړل شوي چې موټر او موټرسايکلونه په کې شامل دي.

د هغه په خبره په همدې موده کې ۱۲ حلقې ماينونه کشف او شنډ شوي دي.

فايز وويل: (( تېره يوه مياشت کې مو مزارشريف ښار کې ۳۳۲ تورې شيشې لرونکي موټر پاک کړي، ۸۶ موټرسايکلونه او ۱۲ عرادې بې اسناده موټر متوقف شوي دي)).

نوموړی زياتوي، تېر مياشت د پوليسو د هڅو له امله مزارشريف ښار کې ۳۸۶۸ لېتره شراب، ۷۰۷ ګرامه هيرويين، دوه کيلوګرامه چرس، ۵۳۵ګرامه شيشه او د ټابليټ k  په ګډون د دغو موادو د جوړولو يوه دستګاه هم کشف او ضبط شوي دي.

هغه وويل، همدا راز يې د غويي په مياشت کې ۱۲۹ تنه جنايي مجرمين هم نيولي، چې په ناقانونه کړنو، اختطاف او غلاوو کې لاس لري.

۴۶ ميله مختلف النوع وسلې، ۲۰ عرادې مختلف النوع نقليه وسايط او ۶۰ سیټه موبايلونه هغه څه دي، چې د بلخ امنيه قوماندان په خبره تېره مياشت مزارشريف کې له مجرمينو څخه نيول شوي دي.

سمونوال فايز همداراز زياته کړه چې په تېره څه باندې يوه نيمه مياشت کې يې هغه ۳۲ تنه نا مسوول وسله وال هم د پوليسو له خوا مزارشريف ښار کې نيول شوي، چې خلک به يې ځورول او پر ناقانونه کړنو به يې لاس پورې کاوه.

د بلخ امنيه قوماندان خلکو ته ډاډ ورکوي، چې د اختر ورځو لپاره يې کلک امنيتي تدابير نيولي او له خلکو يې غوښتنه دا ده چې په ډاډه زړه خپله خوښي ونمانځي.

وسله والو طالبانو تر اوسه له دغې ډلې څخه د ۵۰ کليو د تصفيه کېدو په تړاو د بلخ امنيه قوماندان د څرګندونو په ځواب کې څه نه دي ويلي. 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.