ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلیلزاد د ولسمشر غني او عمران د لیدنې هرکلی وکړ

خلیلزاد د ولسمشر غني او عمران د لیدنې هرکلی وکړ

author avatar
1 Jun 2019 - 16:53
خلیلزاد د ولسمشر غني او عمران د لیدنې هرکلی وکړ
author avatar
1 Jun 2019 - 16:53

کابل (پژواک، ۱۱ غبرګولی ۹۸) : د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ولسمشر غني او د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان ترمنځ لیدنه د دواړو هېوادونو د اړیکو لپاره مهمه ګڼلې ده.

ولسمشر غني او د پاکستان لومړي وزیر عمران خان، پرون د سعودي په مکې مکرمې کې د اسلامی همکاریو د سازمان سرمشریزې غونډې په څنډه کې سره لیدلي وو.

زلمي خلیلزاد نن د غبرګولي په ۱۱مه، په ټویټر کې لیکلي چې د افغانستان او پاکستان د اړیکو ښه کېدل د سیمې د پیوستون او پرمختیا د فرصتونو د پلي کېدو او پانګونې کيلي ده.

هغه زیاته کړې چې امریکا د افغانستان د سولې له بهیر سره مرستې ته تیاره ده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ پرون ویلي و، د دواړو هېوادونو مشرانو په دې لیدنه کې د "دوه اړخیزو اړیکو، سیمه يیز پیوستون، تجارت، سولې، امنیت او د ترهګرۍ پر ضد مبارزې"  په اړه خبرې کړې دي.

ولسمشر غني په دغې کتنه کې له افغانستان نه هند ته د هوایي پروازونو پرمخ د پاکستان د فضایي حریم د تړلو مسئله مطرح کړې او خان ژمنه کړې ده چې دغې ستونزې ته به پاملرنه وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.