کابل (پژواک، ۱۱ غبرګولی ۹۸) : د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ولسمشر غني او د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان ترمنځ لیدنه د دواړو هېوادونو د اړیکو لپاره مهمه ګڼلې ده.
ولسمشر غني او د پاکستان لومړي وزیر عمران خان، پرون د سعودي په مکې مکرمې کې د اسلامی همکاریو د سازمان سرمشریزې غونډې په څنډه کې سره لیدلي وو.
زلمي خلیلزاد نن د غبرګولي په ۱۱مه، په ټویټر کې لیکلي چې د افغانستان او پاکستان د اړیکو ښه کېدل د سیمې د پیوستون او پرمختیا د فرصتونو د پلي کېدو او پانګونې کيلي ده.
هغه زیاته کړې چې امریکا د افغانستان د سولې له بهیر سره مرستې ته تیاره ده.
د ولسمشرۍ ماڼۍ پرون ویلي و، د دواړو هېوادونو مشرانو په دې لیدنه کې د "دوه اړخیزو اړیکو، سیمه يیز پیوستون، تجارت، سولې، امنیت او د ترهګرۍ پر ضد مبارزې" په اړه خبرې کړې دي.
ولسمشر غني په دغې کتنه کې له افغانستان نه هند ته د هوایي پروازونو پرمخ د پاکستان د فضایي حریم د تړلو مسئله مطرح کړې او خان ژمنه کړې ده چې دغې ستونزې ته به پاملرنه وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن