ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې له طالبانو سره یوځای شوي ۳۰ کسان بېرته دولت ته تسلیم شول

فراه کې له طالبانو سره یوځای شوي ۳۰ کسان بېرته دولت ته تسلیم شول

author avatar
1 Jun 2019 - 11:39
فراه کې له طالبانو سره یوځای شوي ۳۰ کسان بېرته دولت ته تسلیم شول
author avatar
1 Jun 2019 - 11:39

 فراه(پژواك،١١ غبرګولی ٩٨): د فراه ولایت د پرچمن ولسوالۍ مخکنی امنیه قوماندان عبدالولي مبارز چې له خپلو ۲۹ کسانو سره د دولت له وسله والو مخالفینو سره یوځای شوی و بېرته له دولت سره يوځاى شو.

د پرچمن ولسوالۍ مخکنی امنیه قوماندان عبدالولي او ددې ولسوالۍ پخوانی د امنیت مدیر عبدالظاهر مبارز تېر کال له خپلو ۲۸ کسانو سره له طالبانو سره یو ځای شوي وو.

 

 د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند محب الله محب وايي، یاد دوه کسان تېر مازیګر له خپلو ۲۸ کسانو سره د پرچمن د امنیې قوماندانۍ او سیمه ییزو مشرانو د هڅو له امله له ۳۵ میله درنو او سپکو وسلو او اوو رېنجر موټرو سره یو ځای د پرچمن ولسوالۍ له امنیې قوماندانۍ سره يوځاى شوي دي.

 

 د فراه امنیه قوماندان سمونیار رحمت الله خیرخواه له پولیسو سره د یادو کسانو یو ځای کېدل د پرچمن ولسوالۍ د امنیتي وضعیت د ټینګښت په برخه کې مهم ګڼي او وايي: ((له دې وروسته به په پرچمن ولسوالۍ کې د دولت وسله وال مخالفین ښه درس واخلي.))

 

 د طالبانو رسمي سرچینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د دوی یوه سیمه ییزه سرچینه مني چې یاد کسان له دولت سره یو ځای شوي دي.

 عبدالوالي او عبدالظاهر له هغې کورنۍ څخه دي چې کلونه یې په پرچمن ولسوالۍ حکومت کړی دی.

 د پژواک خبري اژانس د راپورونو له مخې، د سیمې اوسېدونکو له کلونو راهیسې د یادې کورنۍ له ظلم او زیاتي څخه شکایت درلود او ددې کورنۍ پر غړو یې چې په مهمو دولتي پوستونو یې دندې ترسره کولې د بشر ضد جرمونو تورونه پورې کول.

محمد سلیم مبارز چې د یادې کورنۍ مشر او شاوخوا لس کاله د پرچمن ولسوالۍ ولسوال پاتې شوی دی د ۱۳۹۱ کال په لړم میاشت کې د ماین په چاودنه کې ووژل شو او له ده وروسته یې زوی محمد داوود مبارز د یادې ولسوالۍ د ولسوال او بل زوی يې عبدالولي مبارز ددې ولسوالۍ د امنیه قوماندان او عبدالظاهر مبارز د امنیت د مدیر په توګه دنده ترسره کوله.

 د ۱۳۹۶ کال په وروستیو کې د یادې ولسوالۍ لپاره نوی امنیه قوماندان او ولسوال معرفي شول، خو داوود مبارز او عبدالولي مبارز یاد کسان نه منل، خو تر لس ورځو نښتو وروسته نوي کسان معرفي شول او داوود او عبدالولي له یو شمېر وسلو او مهماتو سره له طالبانو سره یو ځای شول، خو د هغه وخت ولسوال داوود مبارز کومانډو سرتېرو تر نیولو وروسته کابل ته انتقال کړ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.