ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مې مياشت کې افغانستان کې څه باندې ٢٣٠٠ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

مې مياشت کې افغانستان کې څه باندې ٢٣٠٠ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
1 Jun 2019 - 13:47
مې مياشت کې افغانستان کې څه باندې ٢٣٠٠ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
1 Jun 2019 - 13:47

کابل(پژواک، ۱۱غبرګولی ۹۸): تېره ميلادي مياشت د وړمې په پرتله افغانستان کې بريدونه ٣٧ سلنه خو د مرګ ژوبله کچه ٢٤ سلنه لوړه شوې او څه باندې ٢٣٠٠ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د سولې د هڅو په دوام، تېره مياشت کابل کې د سولې مشورتي لويه جرګه جوړه شوه او له ښکېلو لوريو يې د روژې په مياشت کې د اوربند غوښتنه وکړه، خو طالبانو دغه غوښتنه ونه منله.

دغه راز د طالبانو او امريکا متحده ايالتونو استازو هم تر اوسه شپږ ځلې د سولې خبرې کړي، خو کومې پايلې ته نه دي رسېدلي. ټاکل شوې دغه خبرې دوام وکړي.

د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې، په وړمه اپريل مياشت کې افغانستان کې نږدې ١٩٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، خو تېره (مې) مياشت کې دغه شمېر ٢٣١٢ تنو ته لوړ شوى دى.

د پژواک خپاره شوي خبرونه چې د بېلابېلو سرچينو د څرګندونو له مخې برابر شوي، ښيي چې د روان ميلادي کال په تېره ( مې ) مياشت کې د هېواد له ٣٤ ولايتونو څخه په ۳۰ کې بريدونه شوي چې له امله يې ۱۳۱۷ تنه وژل شوي او ۹۹۵ تنه ټپيان دي.

دغه مرګ ژوبله په ٢١٠ بېلا بېلو بريدونو کې چې د وړمې اپرېل مياشتې په پرتله ٣٧ سلنه ډېر شوي، اوښتې ده.

له يادو بريدونو څخه ٦٠ دولتي ځواکونو، ٥٧ طالبانو، ٢٤ بهرنيو ځواکونو، دوه ناقانونه وسله والو، يو پاکستان کړى، خو د پاتې نورو مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

پاکستان، د افغانستان پر خوست ولايت پر سپېره ولسوالۍ هوايي او راکټي بريدونه کړي چې له امله يې څلور افغان ملکي وکړي وژل شوي او اته نور ټپيان شوي دي.

تر لاسه شوي معلومات ښيي چې تېره مياشت له هرو ٢٣ تنو،١٢ ته په مخامخ نښتو، څلورو ته په هوايي بريدونو، درېيو ته په چاودنو او دوو، دوو ته په هدفي وژنو او ځانمرګو بريدونو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

تېره مياشت تر ټولو ډېر (٢٣) بريدونه په ننګرهار، ١٩ په هلمند، ١٥ په غزني، ١٤ کندهار، ١٢ کابل، ١١ لوګر او پاتې ١١٦ بريدونه په ٢٤ نورو ولايتونو کې شوي دي

په مې کې له باميان، نيمروز، پنجشېر او نورستان ولايتونو څخه د بريدونو راپور نه دى تر لاسه شوى.

مرګ ژوبله

د پژواک راپورونه ښيي چې په يادو بريدونو کې تېره مياشت ټول ١٣١٧ تنه وژل شوي او ٩٩٥ نور ټپيان دي.

په دغو وژل شويو او ټپيانو کې وسله وال مخالفين، دولتي ځواکونه او ملکي وګړي شامل دي، خو پژواک يې ځکه ځانګړې شمېرې نه خپروي، چې په اړه يې بېلابېلو سرچينو بېلابېلې څرګندونې کړي او د ټولو تفکيک شونى نه دى.

تېره مياشت هېڅ داسې ورځ نه شته چې بريد نه وي شوى او مرګ ژوبله دې نه وي اوښتې، خو تر ټولو ډېره مرګ ژوبله د دغې مياشتې په پنځمه مه په ١٩ بريدونو کې اوښتې ده.

په دغو بريدونو کې ١٤١ تنه وژل شوي او ١٢٨ نور ټپيان شوي دي.

 شنونکي وايي، کله په يوه او کله په بله سيمه کې د جګړې د مرګ ژوبلى د کچې ډېروالى د جګړې په ډول او تکتيک پورې اړه لري.

د هغوى په وينا، په جبهه يي جګړو او هغو بريدونو کې مرګ ژوبله ډېره وي چې په ګڼ مېشتو سيمو کې تر سره کېږي.

د جګړو د ډېروالي لاملونه

د پوځي چارو شنونکی متقاعد جنرال عتيق الله امرخېل وايي، د جګړې دواړه لوري غواړي په دې شپو ورځو کې چې د سولې خبرې روانې دي، جګړو ته زور ورکړي، تر څو له پوځي پلوه ځانونه برلاسي وښيي او په دې توګه او هغه څه چې په پلان کې لري، په مقابل لوري په يو ډول نه، يو ډول ومني.

دی زياتوي، په افغانستان کې د بريدونو د ډېروالي بل لامل دا هم دی چې له وسله والو مخالفينو سره ځينې هېوادونه په ځانګړي ډول پاکستان، ايران او روسيه مرستې کوي، تر څو مخالفين خپل بريدونه ډېر کړي او په دې توګه په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه په ځانګړي ډول امريکا ناکامه وښيي.

 د ملي دفاع وزارت وايي دغه وزارت د سولې په خبرو کې د امتياز تر لاسه کولو په موخه نه بلکې له خپلې خاورې د دفاع په موخه تهاجمي حالت غوره کړى دى.

له تېرو شاوخوا ١٧ کلونو راهيسې له افغان دولت او په افغانستان کې له مېشتو بهرنيو ځواکونو سره د وسله والو طالبانو او ځينې نورو وسله والو مخالفينو جګړه روانه ده.

د روان ميلادي کال د لومړيو پنځو مياشتو مرګ ژوبله کې د تېر کال د همدغې مودې په پرتله ١٦ سلنه خو د ٢٠١٧ کال د همدې مودې په پرتله لس سلنه کموالى راغلى دى.

د پژواک د راپورونو له مخې، په ٢٠١٧ کال کې نږدې ٢٥ زره، په ٢٠١٨ کال کې نږدې ٢٧ زره او د روان کال په لومړيو پنځو مياشتو کې نږدې ٨٦٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

اوربند وکړئ !

د کابل ښار د پنځمې ناحيې اوسېدونکې لېمه سپېڅلې په کور د ننه او له هېواده بهر دسولې هڅې په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره يو ښه فرصت بولي او د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ کوي چې دغه فرصت له لاسه ورنه کړي او نور دې جګړه ودروي.

هغه ښکېلو غاړو ته په خطاب کې وايي:” مخکې له دې چې د سولې خبرې پايلې ته رسيږي، اوربند وکړئ، په ګډه دا د خير کار ته ملا وتړئ تر څو نور مو هېوادوال ونه وژل شي.”

د فراه ښار د لومړۍ ناحيې اوسېدونکی احمدشعيب چې شاوخوا دوه کاله وړاندې يې خپل ورور په يو ځانمرګي بريدکې وژل شوى وايي :” په سوله کې خير او ښېګڼه ده، دا څلور لسيزې په بېلابېلو نومونو خپل افغانان وژنو؛ واقعاً دا ډول ژوند له دردونو ډک ژوند دی.”

هغه وايي، هر ځل چې کور ته ځي او د خپل ځوانيمرګ ورور ماشومان ويني، د ورور د مرګ درد يې بيا تازه کېږي او پوهېږي چې که دولتي سرتېري په جګړه کې ژوند له لاسه ورکوي، يا د دولت وسله وال مخالفين او ملکي وګړي، کورنۍ يې همداسې درد احساسوي.

دى هم پر ښکېلو غاړو غږ کوي چې د سولې لپاره افغانانو ته په لاس ورغلى فرصت له لاسه ورنه کړي او د افغانانو د وينو بهېدو د درېدو لپاره قربانۍ ته چمتو شي، سوله وکړي او مخکې له دې چې د سولې خبرې پايلې ته رسيږي اوربند وکړي او په دې توګه د خپلو هېوادوالو ژوند وژغوري.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.