غزني ښار (پژواک، ۱۱ غبرګولی ۹۸) : په غزني ښار کې د یوه نظامي هاموې موتر په وسیله د پولیسو ریزف قوماندانۍ باندې برید شوی چې ورسره ملکي وګړو او بولیسو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.
د غزني د والي ویاند عارف نوري د غبرګولي په ۱۱مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دا موتر بم برید د هاموې موتر په وسیله شوی، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې علومات نه درلود.
عیني شاهدان وایي چې چاودنه ډیره زوروره وه او د قوماندانۍ ډیرې برخې نړیدلی او د نږدې کورونو ښیښې، دروازې او کړکۍ هم ماتې شوې دي.
یوې سرچینې وویل، چې تر اوسه لس جسدونه له خاورو راویستل شوي دي.
خود ولایت مقام وایي چې تر اوسه دوه جسدونه او ۱۳ ټپیان روغتون ته لیږدول شوی دي.
د ولایت مقام لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې لومړی د هاموې موټر په وسیله چاودنه شوې او بیا نور وسله وال جګړه پیل کړې ده.
دا برید په داسې حال کې شوی، چې د ملي دفاع وزارت نن دغه ولایت ته سفر کړی و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن