د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په څوارلسمه ناسته کې هم د ولسي جرګې د رياست ستونزه حل نه شوه

په څوارلسمه ناسته کې هم د ولسي جرګې د رياست ستونزه حل نه شوه

Jun 01, 2019 - 15:47

 کابل (پژواک،١١غبرګولی ۹۸): د ولسي جرګې د ریاست څوکۍ پر سر د راپورته شوې ستونزې د حل لپاره ددې جرګې څوارلسمه ناسته هم بې پایلې وه، خو د جرګې ځینو غړو هیله مندي ښکاره کړه چې پلاوی به سبا د ستونزې د حل طرحه وړاندې کړي.

 د ملي شورا د اوولسمې تقنیني دورې له پرانیستې وروسته د ولسي جرګې د ریاست څوکۍ لپاره دویم پړاو ټاکنې ترسره شوې، خو د پایلو په اړه یې د جرګې د غړو تر منځ اختلاف رامنځته شو.

ولسي جرګه تر اوسه په ۱۳ ناستو کې د یادې ستونزې پر حل نه ده توانېدلې.

 ولسي جرګې د یادې ستونزې د حل لپاره یو ځل لس کسیز او بیا ۲۷ کسیز پلاوي وټاکل خو پایله یې نه درلوده.

 وروسته د ولسي جرګې غړو د غبرګولي په نهمه د نیمروز د خلکو د استازي ګل احمد په مشرۍ بل پلاوي ته دنده وسپارله چې د یادې ستونزې د حل لپاره طرحه جوړه او جرګې ته یې وړاندې کړي.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي میرویس یاسیني د جرګې د نننۍ ناستې په پای کې وویل، یاد پلاوی اوس هم د ستونزې د حل پر طرحه کار کوي.

هغه زیاته کړه: ((هیله من یو چې ددغه پلاوي کار پایله ولري، سبا مو که نصاب درلود د پلاو‎ي طرحه رایو ته وړاندې کېږي څو له هغه څخه په استفاده رامنځته شوې ستونزه حل شي.))

 په ولسي جرګه کې د پروان د خلکو استازي عبدالعزیز حکیمي رسنیو ته وویل: ((د اختلافونو د حل لپاره خبرې روانې دي، هیله من یو چې لس کسیز پلاوی به وکولای شي د ولسی جرګې د هغو غړو قناعت ترلاسه کړي چې د ددې جرګې د ټاکنو له پایلو سره مخالفت کوي.))

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement