کابل (پژواک، ١٢ غبرګولی ٩٨): ځیني وکیلان د ولسي جرکې د غړو پر غیرحاضرۍ چې نن یې هم له امله د جرګې ناسته ترسره نه شوه، نیوکه کوي او وايي، وکیلان باید حاضر وي څو ورځنی ۶۰۰۰ افغانۍ معاش ورته حرام نه شي.
د غويي په ۲۸مه د ملي شورا د اوولسمې تقنیني دورې له پرانیسې وروسته د ولسي جرګې د ریاست څوکۍ لپاره دویم پړاو ټاکنې ترسره شوې خو د پایلو په اړه یې د جرګې د غړو ترمنځ اختلاف رامنځته شو.
ټاکل شوې وه ټاکل شوی پلاوی نن د ولسي جرګې د غړو ترمنځ د رامنځته شوي اختلاف د پای ته رسولو په موخه د دې جرګې عمومي ناستې ته جوړه کړې طرحه وړاندې کړي خو نننۍ ناسته د جرګې د زیاتره غړو د غیرحاضرۍ له امله ترسره نه شوه.
په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي رمضان بشر دوست له رسنیو سره د خبرو پر مهال د جرګې د غړو پر غیرحاضرۍ نیوکه وکړه او ویې ویل، د جرګې غړي باید په داسې حال کې چې معاشونه یې حواله دي چکر ونه وهي.
بشردوست د ولسي جرګې د غړو د غیرحاضرۍ له امله د دې جرګې د ناستو رخصت اعلانول له خلکو سره ظلم وباله او زیاته یې کړه: «له هر څه مخکې باید موږ خپلې داخلي ستونزې حل کړو، موږ بل وخت هم کولای شو عمره وکړو او چکر ته لاړ شو.»
هغه زیاته کړه: ((نه یوازې د ولسي جرګې په نوې دوره کې، بلکې په تېرو دیارلسو کلونو کې زما په ګډون د شوار غړو خپل معاشونه نه دي حلال کړي، ځکه ما هم نیمه ورځ کار کړی په داسې حال کې چې د شورا د غړي د یوې ورځې معاش د اجیر ښوونکي او مامور د یوې معاشتې له معاش سره برابر دی.))
د نوموړي په خبره، د جرګې هر غړی له نورو امتیازاتو پرته هره ورځ ۶۰۰۰ افغانۍ معاش اخلي.
دا په داسې حال کې ده چې د ښوونکو او ټيټ رتبه مامورینو معاش شاوخوا ۶۰۰۰ افغانۍ دی.
بشردوست ادعا وکړه چې د ولسي جرګې د غړو فعالیتونو ته په کتو باید دوی ته هره ورځ لس افغانۍ معاش ورکړل شي.
هغه د جرګې له غړو غوښتنه وکړه چې د مسوولیت احساس وکړي او جرګې ته حاضر شي؛ ځکه د هېواد وضعیت دا ایجابوي چې حتی د جرګې غړي د رخصتیو په ورځو کې هم کار وکړي.
په ولسي جرګه کې د بامیانو د خلکو استازي سیدجمال فکور بهشتي هم د جرګې رخصتول د اندېښنې وړ وبلل او ویې ویل، د ملي شورا غړي خلکو ته د خدمت په بدل کې هره ورځ له شپږ زره افغانیو ډېر معاش اخلي او باید خلکو حق تر پښو لاندې نه شي.
هغه د جرګې له غړو وغوښتل چې خپلو کارونو ته راشي او هڅه وکړي چې د داخلي ستونزو د حل تر څنګ د هېواد وضعیت ته توجه وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن