ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” تېره مياشت ماشومانو ته ډېره مرګ ژوبله اوښتې”

” تېره مياشت ماشومانو ته ډېره مرګ ژوبله اوښتې”

author avatar
2 Jun 2019 - 17:29
” تېره مياشت ماشومانو ته ډېره مرګ ژوبله اوښتې”
author avatar
2 Jun 2019 - 17:29

کابل (پژواک، ١٢ غبرګولى ٩٨): د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ موندنې ښيي چې د وړمې میاشتې په پرتله ملکي مرګ ژوبله په کې نږدې دوه برابره زیاته شوې وه او د مرګ ژوبلې یوه ستره برخه یې ماشومان وو.

 له دې ګروپ (CPAG) څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دوى د معلوماتو پر اساس یو ځل بیا د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د ملکي تلفاتو ګڼې پېښې ثبت شوې دي.

د یاد ګروپ د موندنو له مخې، تېره (مې) میاشت چې مبارکه روژه هم په کې وه، له بده بخته د وړمې میاشتې په پرتله ملکي مرګ ژوبله په کې نږدې دوه برابره زیاته شوې وه او د مرګ ژوبلې یوه ستره برخه یې ماشومان وو.

د دغه ګروپ معلومات ښيي چې په مې میاشت کې ۵۲۹ ملکي وګړي وژل شوي او ټپيان وو او دغه شمېره د مارچ میاشتې د ثبت شوو شمېرو نږدې دوه برابره جوړوي.

سرچينه زياتوي، په دغې مرګ ژوبله کې ۱۸۹ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۴۰ نور ټپیان دي چې تر ټولو زیات تلفات په ترتيب سره کابل، ننګرهار، هرات، غزني او هلمند ولایتونو کې اوښتي دي.

همدارنګه د ګروپ د معلوماتو له مخې، د تېرو میاشتو په پرتله په دغه میاشت کې ماشومانو ته تر ټولو ډېره مرګ ژوبله اوښتې چې۳۴ ماشومان په کې وژل شوي او ۳۸ ټپيان شوي دي.

سرچينه کاږي، تېره میاشت د ۱۴ مېرمنو د وژل کېدو او ۱۱ د ټپي کېدو پېښې هم ثبت شوې دي چې دغه شمېره هم د تېرې میاشتې په پرتله لوړه شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، د ثبت شوو پېښو له مخې، ملکي وګړو ته ډېره مرګ ژوبله د ماین چاودنو، ځانمرګو بریدونو او هدفي وژنو له امله رسېدلې چې ۲۶۰ کسان په کې وژل شوي او ټپيان دي؛ ورپسې د هوايي بریدونو له امله ډېری ملکیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی چې د وژل شویو او ټپيانو شمېر یې ۶۸ تنو ته رسیږي.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله وايي، که څه هم تمه کېده چې روژه کې به جګړه کې ښکېلې خواوې د جګړو شدت کم کړي، خو د ولس د توقع خلاف جګړو زور واخیست او بد بختانه د ملکي تلفاتو کچه هم په کې د پام وړ لوړه شوه.

سرچينه یو ځل بیا په ټينګار د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي چې جنګ کې د ملکي وګړو ژوند ته پاملرنه وکړي او هېواد کې دغې انساني غمیزې ته د پای ټکی کېږدي.

دغه ډله همدا ډول له ملګرو ملتونو، بشري حقونو او نورو نړیوالو بشردوستانه بنسټونو غوښتنه کوي تر څو جګړه کې پر ښکېلو خواوو خپل فشارونه ډېر کړي چې د ملکي تلفاتو کچه را کمه شي، همدا ډول له افغاني او نړیوالو رسنیو څخه غوښتنه کېږي چې د ملکي مرګ ژوبلې مخنیوي برخه کې خپلې هلې ځلې چټکې او دې برخه کې د مستندو پېښو خپراوی له پامه ونه غورځوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.