ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښار کې چاودنې يو کس وژلی او لس نور يې ټپيان کړي

author avatar
2 Jun 2019 - 08:24
author avatar
2 Jun 2019 - 08:24

لومړى تعقيب- کابل (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۹۸): پوليس وايي، د کابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې د ښوونې او روزنې پوهنتون پر موټر شوې چاودنې يو کس وژلی او لس نور يې ټپيان کړي دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وايي، دغه چاودنه نن سهار نږدې اته بجې د استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون پر يوه کاسټر  موټر وشوه.

هغه زياتوي چې په دې پېښه کې يو کس وژل شوى او لس نور برسېرن ټپيان دي.

دى وايي چې ټپيان د ياد پوهنتون محصلين دي او وژل شوى کس د سيمې يو هټۍ وال دى.

خو د سيمې يوه اوسېدونکي حبيب الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه چاودنه د امان روغتون پخوانۍ ودانۍ ته څېرمه پر يو ژېړ رنګ لرونکي کاسټر موټر شوې ده.

تر اوسه د بريد مسووليت چا پر غاړه نه دى اخیستى.

نور جزئيات به وروسته خپاره شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.