ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان به چین ته له تعرفې پرته انار صادر کړي

افغانستان به چین ته له تعرفې پرته انار صادر کړي

author avatar
2 Jun 2019 - 17:33
افغانستان به چین ته له تعرفې پرته انار صادر کړي
author avatar
2 Jun 2019 - 17:33

 کابل (پژواک، ١٢ غبرګولى ٩٨): افغانستان او چین د ګمرکي اطلاعاتو د تبادلې او له تعرفې پرته چین هېواد ته د افغانستان انارو د صادرولو د چمتووالي اعلان وکړ.

دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلى چې د افغانستان د ماليې وزارت له خوا پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

سرچينه کاږي، د مالیې وزارت سرپرست او د زیربنا په چارو کې د ولسمشرۍ ستر سلاکار محمد همایون قیومي نن (د غبرګولي ۱۲مه) د افغانستان لپاره د چین ولسي جمهوریت له سفیر لیوجین سونګ سره وکتل.

سرچينه کاږي، په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او چین تر منځ د ګمرکي اطلاعاتو د تبادلې په چمتووالي او د دې موضوع د عملي کېدو لپاره چین ته د مالیې وزارت د پلاوي په سفر، له ګمرکي تعرفې څخه پرته چین ته د افغانستان انارو د صادرولو په هوکړې، په نوې ټکنالوجۍ د ګمرکونو لوی ریاست په سمبالولو، د مرمرینو ډبرو په صادراتو، د لمریزې برېښنا په برخه کې د چین په همکارۍ او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو هر اړخیز بحث او د نظرونو تبادله وکړه.

سرچينه زياتوي، همداشان په دې کتنه کې د چین سفیر د ګمرکي اطلاعاتو د تبادلې، له تعرفې پرته د افغانستان انارو د صادرولو او د مرمرینو ډبرو د صادرلو په برخه کې د خپل هېواد له همکاریو خبر ورکړ او په دې برخه کې یې د اړوندو ادارو په شتون کې د تخنیکي ناستو د جوړېدو غوښتنه وکړه.

د مالیې وزارت سرپرست له افغانستان سره د چین له مرستو څخه د مننې کولو تر څنګ د یادو مواردو په پلي کېدو کې د دې هیواد د ملاتړ غوښتنه وکړه او د تخنیکي ناستو په جوړېدو یې ټینګار وکړ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.