کابل (پژواک، ١٢ غبرګولى ٩٨): افغانستان او چین د ګمرکي اطلاعاتو د تبادلې او له تعرفې پرته چین هېواد ته د افغانستان انارو د صادرولو د چمتووالي اعلان وکړ.
دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلى چې د افغانستان د ماليې وزارت له خوا پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
سرچينه کاږي، د مالیې وزارت سرپرست او د زیربنا په چارو کې د ولسمشرۍ ستر سلاکار محمد همایون قیومي نن (د غبرګولي ۱۲مه) د افغانستان لپاره د چین ولسي جمهوریت له سفیر لیوجین سونګ سره وکتل.
سرچينه کاږي، په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او چین تر منځ د ګمرکي اطلاعاتو د تبادلې په چمتووالي او د دې موضوع د عملي کېدو لپاره چین ته د مالیې وزارت د پلاوي په سفر، له ګمرکي تعرفې څخه پرته چین ته د افغانستان انارو د صادرولو په هوکړې، په نوې ټکنالوجۍ د ګمرکونو لوی ریاست په سمبالولو، د مرمرینو ډبرو په صادراتو، د لمریزې برېښنا په برخه کې د چین په همکارۍ او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو هر اړخیز بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
سرچينه زياتوي، همداشان په دې کتنه کې د چین سفیر د ګمرکي اطلاعاتو د تبادلې، له تعرفې پرته د افغانستان انارو د صادرولو او د مرمرینو ډبرو د صادرلو په برخه کې د خپل هېواد له همکاریو خبر ورکړ او په دې برخه کې یې د اړوندو ادارو په شتون کې د تخنیکي ناستو د جوړېدو غوښتنه وکړه.
د مالیې وزارت سرپرست له افغانستان سره د چین له مرستو څخه د مننې کولو تر څنګ د یادو مواردو په پلي کېدو کې د دې هیواد د ملاتړ غوښتنه وکړه او د تخنیکي ناستو په جوړېدو یې ټینګار وکړ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن