ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني موټربم برید کې اووه پولیس وژل شوي او اته نور ټپیان دي

د غزني موټربم برید کې اووه پولیس وژل شوي او اته نور ټپیان دي

author avatar
2 Jun 2019 - 10:04
د غزني موټربم برید کې اووه پولیس وژل شوي او اته نور ټپیان دي
author avatar
2 Jun 2019 - 10:04

غزني ښار (پژواک، ١٢ غبرګولى ٩٨): چارواکي وايي چې د غزني پر منتظره قطعې د موټربم بريد کې اووه پوليس وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

تېره شپه شاوخوا لس بجې په غزني ښار کې د پوليسو پر منتظره قطعې د هاموې ټانګ په وسيله ځانمرګى بريد وشو.

د غزني د ولايتي شورا رييس نصيراحمد فقيري پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه بريد کې اووه پوليس وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

دغه راز په غزني کې يوې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې ځانمرګي لومړی د یادې قطعې په لومړي قراول کې له پوليسو سره نښته کړې او وروسته له موټربم سره دننه شوی دی.

دى وايي: ((کله چې قطعې ته داخلېږي نو چاودېدونکو توکو ډک دغه ټانګ ته چاودنه ورکوي، خو دا چې ډېرى پوليس ګزمې ته تللي وو او قطعه کې ډېر لږ کسان و نو ځکه د تلفاتو شمېر هم کم دی.))

د سرچينې په وينا، په دغه بريد کې اته پوليس وژل شوي او اته نور ټپيان دي خو د قطعې ډېره برخه ويجاړه شوې ده.

د دغه بريد مسووليت تر اوسه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې يو ځل بيا په غزني کې د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړو زور اخيستى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.