ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لاريونوال: وسله وال طالبان دې په اختر کې اوربند وکړي

لاريونوال: وسله وال طالبان دې په اختر کې اوربند وکړي

author avatar
2 Jun 2019 - 18:18
لاريونوال: وسله وال طالبان دې په اختر کې اوربند وکړي
author avatar
2 Jun 2019 - 18:18

ګردېز (پژواک ١٢ غبرګولى ٩٨): د پکتيا ګڼو اوسېدونکو د ولايتي شورا د غړو په ملتيا په يوه لاريون کې له وسله والو طالبانو وغوښتل چې د کوچني اختر په ورځو کې اوربند وکړي.

لاريونوال وايي، جګړه د حل لاره نه ده او اوربند مذاکراتو او سولې ته د رسېدو ضمانت کوي.

د ولايتي شورا غړی محمدرحمن قادري وايي چې ټول خلک د اوربند او سولې غوښتونکي دي او څوک چې ځان د خلکو مدافع بولي، بايد د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي.

ده زياتهکړه، افغانان له جګړې خورا ستړي شوي او له وسله والو طالبانو او حکومت څخه غواړي چې که په هر ځای کې وي، د سولې د مخامخ خبرو زمينه برابره کړي.

نوموړی وايي: ((جنګ ته د پای ټکی کېږدئ، پرېږدئ چې افغانان په خوشحالۍ کې ژوند وکړي او د سولې خبرې دوام پيدا کړي، نو د سولې د دوام لپاره اوربند لومړی شرط دی او له اوربند څخه وروسته د سولې خبرې چې په هر هېواد کې وي، دوام پيدا کړي او کونډو او يتيمانو او د هغوی غوښتنو ته احترام ولري.))

د يادې شورا غړی سخي جان وفايار وايي، په روانه جګړه کې کابو د هرې کورنۍ لږ تر لږه يو غړی وژل شوی او د وسله والو طالبانو خوا ته هم د هغوی کورنۍ، ماشومان او مېرمنې زيانمن شوي او په کار ده چې د دې ناخوالو د پای ته رسولو لپاره وسله وال طالبان خپلو موخو ته د رسېدو لپاره له سياسي لارې مبارزه وکړي.

دى زياتوي: ((ټول افغانان له جګړې ډېر ستړي شوي او ډېر نقصان يې په کې کړی، له دولت او وسله والو طالبانو غواړو چې اوربند وکړي. پر وسله والو طالبانو غږ کوو چې راشئ له خپلو وروڼو سره د وروري په ټغر کېنئ او هغه څه چې تاسې يې جنګ ته هڅولي يئ، هغه د خبرو له لارې سره حل کړئ، تر څو سوله راشي او هېوادوال مو د هوسا ژوند څښتن شي.))

يو لاريونوال عبدالله سيال وايي، تېر کوچنی اختر له ډېرو کلونو وروسته د اوربند په برکت د خوښيو او ارامي بې ساری اختر و او له وسله والو طالبانو غواړي چې لږ تر لږه په سکون د دې الهي خوښيو د نمانځلو لپاره ډزبنديز وکړي.

ده وويل: ((تېر اختر مو په ډېرې خوشحالۍ پيل کړی و او بايد تل داسې اخترونه ولرو. موږ اوربند غواړو، موږ سوله غواړو. له وسله والو طالبانو څخه مو دا خواهش دی چې په اختر کې د اوربند اعلان وکړي او زموږ د اختر خوشحالي راکړي.))

مدني فعال عزيزالرحمن شفق وويل چې د روانې جګړې له امله د هېواد کابو دوه نسلونه تباه شوي او هېواد له مادي او معنوي اړخه نه جبرانېدونکي زيانونه ليدلي دي.

دى زياتوي چې د وسله والو طالبانو د اولادونو او مېرمنو په ګډون بايد نور د ټولو افغانانو ژوند خوندي او ټولنيز ثبات ټينګ شي.

دی وايي: ((موږ د جګړې له ښکېلو غاړو غواړو چې اوربند وکړي، اوربند د سولې ضمانت کوي. موږ د جګړې خلک نه يو، موږ د امن او مينې خلک يو، له جګړې ستړي يو او نفرت ترې لرو، موږ نور جنګ نه شو زغملی، جنګ بس دی!))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.