څلورم تعقيب- کابل (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۹۸): د کابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې رامنځته شوو درېيو چاودنو کې دوه کسان وژل شوي او د څلورو امنيتي سرتېرو او يوه خبريال په ګډون ۲۴ نور ټپيان دي.
لومړۍ چاودنه
دکورنيوچارو وزارت وياند نصرت رحيمى پژواک خبرى آژانس ته وويل، لومړۍ چاودنه نن سهار نږدې اته بجې په سيمه کې پر ولاړ يوه بايسکل د چاودېدونکو توکو له امله وه چې د استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون پر موټر وشوه.
هغه وايي چې په دې چاودنه کې د سيمې يو هټۍ وال وژل شوى او د ياد پوهنتون لس محصلين ټپيان دي.
دوه نورې چاودنې
د نصرت رحيمى په وينا ،په سيمه کې له لومړۍ چاودنې شاوخوا شل دقيقې وروسته دويمه چاودنه او له هغې شاوخوا ١٥ دقيقې وروسته درېيمه چاودنه وشوه.
د هغه د معلوماتو له مخې، په دغو چاودنو کې يو خبريال، درې پوليس او څلور د ملي امنيت سرتېرې ټپيان شوي دي.
د "پاسبانان" خبري اژانس مسوول شېرشاه نوابي وايي چې په دويمه چاودنه کې د "پېشګو" خبري اژانس مسوول جاوېد کارګر ټپي شوى دى.
خو د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار وايي چې يادو چادونو څخه روغتونونو ته دوه جسدونه او ۲۴ ټپيان لېږدول شوي چې څلور يې ښځې او نور نارينه دي.
د ده په وينا، ډاکترانو له ټپيانو څخه د درېيو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بللى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن