کابل (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۹۸) : د طالبانو د ملا رسول ډلې پر حکومت نیوکه کړې، چې د ریښتینې هڅې نه کوي او پر بین الافغاني مذاکراتو یې ټینګار کړی دی.
د طالبانو د جلا شوې ډلې اسلامي امارات عالي شورا مشر ملا محمد رسول دغه څرګندونې د اختر په مناسبت پخپل یو پیغام کې کړې دي.
هغه په دې پیغام کې ټولو افغانانو او مسلمانانو ته مبارکي ورکړې او د روژې د عباداتو د قبلیدو دعا کړې ده.
ملا رسول په دې پیغام کې پر حکومت نیوکه کړې، چې د سولې لپاره ریښتینې هڅې نه کوي او عام افغانان په درواغژنو ژمنو غولوي.
نوموړي زیاته کړې، چې دوی تل د روانې شخړې پر بین الافغاني حل لارې ټینګار کړی او بهرنیان د افغانانو شخړې اوړ کشالې نه شی هوارولی.
ده ویلي : (( هیڅکله به چاته اجازه ورنکړو چي دافغانستان د خپلواکۍ او پرمختګ ته زیان ورسوي . مونږ تل دافغانستان له اساسي پروژو او زيربيناو څخه دفاع کړې او کويي او دهغه چاپه خلاف به جهاد وکړو چي دافغانستان اساسي پروژو ته نقصان رسوي او اساسي هدف مو د بهرنیو د اشغال خاتمه ده.))
ملا رسول په قطر او مسکو کې د شویو غونډو او مذاکراتو غندنه کړې او دامریکایي ایجنډا برخه ګڼلې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن