ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني : ترهګرې ډلې له ولس سره له دښمنۍ لاس وانخيست

ولسمشر غني : ترهګرې ډلې له ولس سره له دښمنۍ لاس وانخيست

author avatar
3 Jun 2019 - 16:31
ولسمشر غني : ترهګرې ډلې له ولس سره له دښمنۍ لاس وانخيست
author avatar
3 Jun 2019 - 16:31

کابل (پژواک، ١٣ غبرګولى ٩٨) ولسمشر اشرف غني د کابل د چاودنې د غندلو ترڅنګ ويلي چې ترهګرو روژه په خوله هېوادوالو سره خپله دښمني په ډاګه کړه.

نن تر غرمې وروسته د کابل ښار دارالامان پر سړک د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کارکوونکو پر موټر چاودنه وشوه چې له امله يې ٥ تنه ووژل شول او تر ١٠ زيات ټپيان شوي دي.

له ارګ څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني دا وحشیانه برید د اسلامي ارزښتونو خلاف بشري جنایت وبللى ویلي، ترهګرې ډلې حتی د روژې مبارکه میاشت کې هم خپل نامشروع جنګ ته ادامه ورکړه او د روژتي او بې ګناه هېوادوالو له وژلو یې لاس وانخیست.

ولسمشر په ټینګار سره وویل، ترهګر د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو سره  د مخامخ  جنګ پرځای پر ملکي وګړو بریدونه کوي او په خپلو دغو پلیتو کړنو،  له ملکي وګړو سره خپله دښمني ښیي.

جمهوررئیس غني ددې غمجنې پېښې دقربانیانو کورنیو او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون سره د ژورې خواخوږۍ او غمشریکۍ ترڅنګ اړوندو مسوولینو ته د قربانيانو کورنیو ته د رسیدګي او د ټپیانو د درملنې په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.