ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر په کابل کې  د چسپکي مانیونو د مخنیوي لارښوونه وکړه

ولسمشر په کابل کې د چسپکي مانیونو د مخنیوي لارښوونه وکړه

author avatar
3 Jun 2019 - 22:33
ولسمشر په کابل کې  د چسپکي مانیونو د مخنیوي لارښوونه وکړه
author avatar
3 Jun 2019 - 22:33

کابل (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۹۸) : د ولسمشر غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه کې د  کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه وشوه، چې په کابل ښار کې د چسپکي ماینونو د مخنیوي لپاره اقدامات وکړي.

له ارګ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ولسمشر محمداشرف غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډې د سولې مشورتي لویې جرګې د موادو او پرېکړو د تطبیق په اړه هر اړخیز بحثونه وکړل او په دې اړه یې لازم تصمیمونه ونیول.

سرچینې زیاته کړې، په دې غونډه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه، د هیواد عمومي امنیتي وضعیت وارزول شو او د عمومي امنیتي وضعیت د ښه والي او د دښمن د تهدیدونو د دفعه کولو په موخه لازمې لارښوونې وشوې.

وروسته د کابل ښار د امنیت په ځانګړي ډول له چسپکي ماینونو څخه د تروریستانو د استفادې په اړه بحث وشو او غونډې کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه وکړه چې په دې اړه لازم تدابیر ونیسي.

په همدې ډول غونډې د نېکمرغه کوچني اختر  په ورځو کې د امنیت د تامین په اړه بحث وکړ او په دې بختورو ورځو کې د هیوادوالو د لا ښه امنیت د تامین په موخه اړوندو ارګانونو ته لازمې لارښوونې وشوې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.