ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ټاکنو کې د رایه ورکوونکو تقویتي نوم لیکنه د غبرګولي په اتلسمه پېلېږي

په ټاکنو کې د رایه ورکوونکو تقویتي نوم لیکنه د غبرګولي په اتلسمه پېلېږي

author avatar
3 Jun 2019 - 14:28
په ټاکنو کې د رایه ورکوونکو تقویتي نوم لیکنه د غبرګولي په اتلسمه پېلېږي
author avatar
3 Jun 2019 - 14:28

 

کابل (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې راتلونکې شنبې ورځ د ولسمشریزو ټاکنو رایه ورکوونکو تقویتي نوم لیکنه پیلېږي او پنځلس ورځې به دوام ومومي.

ټاکل شوې چې ولسمشریزي ټاکنې د روان کال تلې په شپږمه ترسره شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وویل چې د ولسي جرګې له ټاکنو وړاندې د نوم لیکنې په درې پړاوونو کې ۸.۹ میلیونو کسانو نوم لیکنه کړې ده.

د ولسي جرګې ټاکنې د تېر کال د تلې میاشتې په وروستیو کې له غزني ولایت پرته په ټول هېواد کې ترسره شوې.

ابراهیمي زیاته کړه چې د نوم لیکنې له بهیر پاتې مخکني، پر شرایطو برابر او یا هغه کسان چې دا مهال قانوني سن ته رسېدلي او یا یې سټېکر شوي تذکرې سوځېدلي او یا ورکې شوې دي د هغوی لپاره تقویتي نوم لیکنې بهیر پيلېږي.

د نوموړي په خبره، حساس توکي ټولو ولایتونو ته لېږدول شوي او د تقویتي نوم لیکنې بهیر راتلونکې شنبې (۱۸غبرګولی) پیلېږي.

نوموړي وویل چې د رایه ورکوونکو نوم لیکنه په ۷۰۵ مرکزونو چې ۲۴۷ یې په غزني ولایت او پاتې نور په نورو ولایتونو کې دي ترسره کېږي، په غزني کې له دې امله زیات مراکز په پام کې نیول شوي دي چې یاد ولایت کې د ولسي جرګې ټاکنو لپاره نوم لیکنه نه ده شوې او لامل یې د ټاکنو پر سر د خلکو ترمنځ اختلافات په ګوته شوي دي.

ابراهیمي وویل چې د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې تقویتي بهیر پنځلس ورځې دوام ومومي.

نوموړي یادونه وکړه چې حساس توکي ټولو ولایتونو ته لېږدول شوي او له ولایتونو د نوم لیکنې مرکزونو ته د توکو لېږد عملي بهیر هم پیل شوی دی.

د ابراهيمي له معلوماتو سره سم، د نوم لیکنې مرکزونو جزییات له امنیتي ځواکونو سره شریک شوي دي؛ څو د یادو مراکزو امنیت ټینګ کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.