هرات (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۹۸):۹۸): د هرات دیني عالمان اختر د لیدو کتو لپاره ښه فرصت ګڼي او ټینګار کوي چې په دې ورځو کې تر ټولو ښه کارونه د کینې له منځه وړل، غمشریکي، د ناروغانو پوښتنه او د مشرانو پخلا کول دي.
د هرات ولایت یو شمېر دیني عالمان وايي، اختر یواځې اغوستل او خوړل نه دي، د ناروغانو پوښتنه، له غمځپلو سره مرسته او د اختلافونو له منځه وړل د اسلام د مبارک دین له نظره د اختر د ورځو غوره اعمال دي.
خو د اختر په ورځو کې له مېوه جاتو څخه د دسترخوان ډکول، له کورنیو سره زیات تګ راتګ او ان د د اختر په لومړۍ ورځ جوماتونو ته د ډوډۍ راوړل او شیريني اخیستل د هرات د اوسېدونکو رواج دی.
د هرات ولایت د ارشاد، حج او وقافو رییس عبدالغني جمشېدي پژواک ته وویل، د اسلام مبارک دین مومنانو ته امر کوي چې د اختر په ورځو کې کینه او حسد پرېږدي او د یو بل منلو حس راپیدا کړي او خپلوانو، ملګرو او دوستانو د لیدو لپاره هېڅ خنډ پیدا نه کړي.
هغه زیاته کړه: ((اختر یعنې مینه، د اختلافونو پای ته رسول او د دوستانه اړیکو پیلول دي.))
په هرات کې د دیني چارو شنونکي مولوي عبدالله وویل: ((په اختر کې تر ټولو مستحق د ناروغانو پوښتنه ده او په دې ورځ باید خپلوي پر ځای کړو.))
د هرات اوسېدونکي محمد ابراهیم حاجي زاده پژواک ته وویل: ((اختر د خوښۍ ورځ ده او په دې ورځ باید دوستان او خپلوان وګورو.))
د هرات بل اوسېدونکي امېد پوپل وویل: ((د اختر په لومړۍ ورځ باید د مور او پلار د لاس ښکلولو او وروسته د خپلوانو لیدلو ته لاړ شو او تر ټولو مهمه دا چې له هغو کسانو سره باید پخلا شو چې ورسره خپه شوي یو.))
د ده په خبره، د نفوس زیاتوالى، د ژوند زیاتې بوختیاوې، امنیتي ګواښونه او اقتصادي ستونزې د تېرې رواجونو د کمرنګه کېدو لامل شوي دي.
د هرات یو شمېر مدني فعالان هم په دې باور دي چې نه یواځې د هرات خلک ان حکومت هم باید د مخکني فرهنګ ژوندي ساتلو ته توجه وکړي.
د هرات فرهنګي فعال فیاض غوري پژواک ته وویل: ((الله(ج) د روژې په بدل کې اختر ورکړی دی او د اختر په ورځو کې هم د اسلام مبارک دین امر کړی، خو له بده مرغه نننیو بوختیاوو موږ د اسلام د مبارک دین له لارښوونو لرې کړي یو او موږ زیاتره بدعتونه کوو.))
بلخوا د اطلاعاتو او فرهنګ اداره هم د یوه هېواد د مناسبتي ورځو رواجونه د هغه هېواد په تاریخ پورې تړلي بولي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن