کابل (پژواک، ١٤ غبرګولى ٩٨): د کوچني اختر په مناسبت د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان او لويې څارنوالۍ له لارې ٨٨٧ زندانيان د افغانستان له زندانونو ازاديږي.
دغه څرګندونې ولسمشر محمد اشرف غني پرون ماښام د څرخي پله زندان له زندانيانو سره د لېدنې پرمهال وکړې.
په پیل کې جمهوررئیس د څرخي پله زندان د بېلابېلو برخو له هغې ډلې د اداري ودانۍ، ۵۰ بستریز روغتون او جومات کاري جریان ولید او اړوندو مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه چې د یادو ودانیو د جوړولو کار دې د زمري او وږي تر میاشتو بشپړ کړي.
وروسته جمهوررئیس غني د ماښام لمونځ د ادا کولو او روژه ماتي ترڅنګ د څرخي پله زندان له بندیانو سره وکتل او د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واوریدې.
د دې کتنې په پیل کې مولوي نیازمحمد او سنګر عزیزي د بندیانو په استازیتوب د بندیانو ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.
دوی د زیات عمر لرونکو، صعب الاعلاج او هغو سیاسي بندیانو چې دوسیې یې بشپړې شوي د خوشې کېدو، د بندیانو د درملنې په خاطر د متخصص ډاکټرانو د استخدام، د بګرام زندان د محبوسینو قضیو ته د رسېدنې، د جزا قانون د ۳۵۰ مادې د تعدیل، په ابدي زندان د اعدام د حکم د بدلولو، په ابرا کې د ځنډ، الزامیت، محبوسینو لپاره د درسي توکو د نشتوالي او د محبوسینو د ځای د تنګوالي په برخو کې خپلې ستونزې او غوښتنې بیان کړې.
وروسته د محکومینو د حبس د مجازاتو د عفوې په اړه د جمهوررئیس غني فرمان او د محکومینو د عمر د تعینولو او ناروغیو د تشخیص په خاطر د یوه کمېسیون د ګومارلو په اړه د جمهوررئیس حکم ولوستل شو.
جمهوررئیس غني په خپلو خبرو کې وویل، د سولې په مشورتي لویه جرګه کې مې د افغان دولت د ښه نیت په خاطر ژمنه کړې چې ۱۷۵ بندیان به خلاصوم، خو د دې فرمان پر بنسټ به زیات شمېر بندیان د هېواد له ټولو زندانونو څخه خلاص شي.
جمهوررئیس هغو بندیانو ته چې ټاکل شوې خلاص شي په خطاب کې وویل: (( دغه فرمان ما د افغانستان اسلامي جمهوریت د ښه نیت په خاطر صادر کړ او هیله ده تاسې هم په ټولنه کې د سولې لپاره کار وکړئ او باید د افغانانو د وینې بهول ودرول شي او موږ ټول باید په دې برخه کې ګډ کار وکړو.))
جمهوررئیس د بګرام زندان د ستونزو د حل په اړه وویل، دوه اوونۍ وروسته به مجرب ډاکټران یاد زندان ته د محبوسینو د درملنې په خاطر ځي، دغه راز به د محبوسینو کورنیو ته په مناسبه توګه د ملاقات زمینه برابره او د دوی د زده کړې په اړه به لازم اقدامات وشي.
ولسمشر د خپلو خبرو په پای کې اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د افغانستان د جزا نوي قانون مطابق دې د اعدام حکم په ابدي بند، بدل شي.
د یادونې وړ ده چې د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت به د هېواد له بېلابېلو زندانونو څخه ۸۸۷ بندیان خلاص شي چې له دې ډلې څخه ۷۴۹ تنه د ولسمشر د فرمان او ۱۳۸ تنه به يې د لوی څارنوالۍ له لارې خلاص شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن