ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ټول هېواد کې د نېکمرغه کوچني اختر لمونځ ادا شو

په ټول هېواد کې د نېکمرغه کوچني اختر لمونځ ادا شو

author avatar
4 Jun 2019 - 12:21
په ټول هېواد کې د نېکمرغه کوچني اختر لمونځ ادا شو
author avatar
4 Jun 2019 - 12:21

کابل (پژواک، ١٤ غبرګولى ٩٧):: د کابل ښار په ګډون په ټول هېواد کې د کوچني نېکمرغه اختر لمونځ  په پوره ډاډ او له کومې امنيتي پېښې پرته ادا شو .

د کابل ښار اوسېدونکي  د کابل د عيدګاه ، پل خشتي ، وزيرمحمد اکبرخان او د ښار  په ټولو سيمو کې جوماتونو ته  ولاړل او د کوچني اختر لمونځ يې اداکړ .

ولسمشر محمد اشرف غنى ، له يو شمېر جهادي مشرانو، د کابينې له يو شمېر غړيو او د ملي شورا له غړيو سره په ارګ کې د کوچني اختر لمونځ ادا کړ.

د زياتره جوماتونو ملاامامانو په خپلو ويناوو کې ددې ورځې د فضليت او په هېواد کې د تلپاتې سولې په اړه خبرې وکړې .

ملا امامانو او عالمانو د اختر  له لمانځه څخه وروسته په هېواد کې د سولې او امنيت لپاره دعاوې وکړې.

په حاجى عبدالرحمن جومات کې د اختر له لمانځه  وروسته يوتن لمونځ کوونکي نور الله پژواک اژانس ته وويل چې  کاشکې افغانستان ته هم نوره سوله راشي.

نوموړي پر ټولو افغانانو غږ وکړ  چې نور دې له هر ډول وژنو لاس واخلي او د نن په څېر دې يو بل ته د تل لپاره لاس ورکړي .

 د ده افغانان يو تن اوسيدونکى سيدعثمان  پژواک اژانس ته  وويل چې  اختر يوبل ته د مېنې ورکولو ورځ ده ، سړى ترې په رښتيا له دې مبارکې ورځې خوند اخلي .

هغه زياته کړه : (( خداى دې وکړي چې په هېواد کې سوله راشي او هېوادوال هره ورځ خپل اختر وګرځوي .))

د کورنيو چارو وزارت د اختر په ورځو کې د ټينګو امنيتي تدابيرو د نيولو خبر  ورکړى  او تر اوسه د کومې ناوړې پېښې خبر نه دى ورکړل شوى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.