ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې د یو کیلو هندواڼې بیه دوو افغانیو ته راټیټه شوې

فراه کې د یو کیلو هندواڼې بیه دوو افغانیو ته راټیټه شوې

author avatar
4 Jun 2019 - 11:56
فراه کې د یو کیلو هندواڼې بیه دوو افغانیو ته راټیټه شوې
author avatar
4 Jun 2019 - 11:56

فراه (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۹۸): د تېرو شلو ورځو په نسبت په فراه کې د یو کیلوګرامه هندواڼې بیه له شل افغانیو دوو افغانیو ته را لوېدلې ده او کروندګر یې اندېښمن کړي دي.

د فراه پشت رود ولسوالۍ اوسېدونکی احمدشاه چې پر اته جریبه ځمکه یې هندواڼې کرلې دي، پژواک خبري اژانس ته وویل چې د هندواڼو د بیې راټيټېدو له امله سږ کال له زیان سره مخ کېږي.

نوموړي چې فراه ښار ته یې هندواڼې د پلور لپاره راوړې وې، وویل چې د هندواڼو پر پالېزونو او پاللو یې ۱۵۰زره افغانۍ لګولې دي او تر اوسه یې د هندواڼو د پلور له درکه ۱۵۰زره افغانۍ ترلاسه کړې دي.

هغه له حکومته غوښتنه وکړه څو له هېواده بهر د محصولاتو په صادرولو کې له بزګرانو سره همکاري وکړي او زیاته یې کړه که خپل پاتې محصولات پر دوو افغانیو پلوري نو تاوان کوي او له پشت رود څخه یې مرکز ته هم نه شي راوړلی؛ ځکه د موټر کرایه د پلور له بیې لوړېږي.

د نوموړي د معلوماتو پر بنسټ، له پشت رود ولسوالۍ څخه د فراه مرکز ته یو کیلوګرامه هندواڼه نږدې په یوه نیمه افغانۍ لېږدول کېږي.

احمدشاه وویل: ((خورا لږ کسانو خپل د هندواڼو محصولات له پوخوالي څخه وړاندې راغونډ او ګاونډیو ولایتونو ته  صادر کړل، خپل لګښت یې ترلاسه کړ او له دې وروسته په زیان کې دي.))

ځینو نورو بزګرانو د هندواڼو نرخ راټیټېدو له امله پژواک خبري اژانس ته شکایت وکړ ویې ویل چې خپل لګښتونه د محصولاتو له پلور څخه ترلاسه کولی نه شي.

په ورته مهال، د فراه د کرنې او مالدارۍ رییس عبدالمنان وویل چې د زیاتې عرضې له امله د هندواڼو بیه رالوېدلې ده.

نوموړي زیاته کړه چې په فراه کې د تودې هوا له امله د نورو ولایتونو په نسبت هندواڼې ژر پخېږي.

هغه وویل چې دا مهال د نورو ولایتونو د هندواڼو محصولات هم بازار ته وړاندې شوي چې دې چارې هم په فراه کې د هندواڼو نرخ پر ټيټېدو اغېز کړی دی.

تېر کال د غبرګولي په میاشت کې، په فراه کې د یو کیلوګرامه هندواڼې بیه څلور افغانیو ته راټیټه شوې وه.

د فراه د کرنې رییس په دغه ولایت کې د هندواڼو محصولاتو د کره کچې له ښودو پرته وویل چې فراه هر کال نږدې دوه میلیونه ټنه هندواڼې، بادرنګ، رومي بادنجان، لېړو (بامیه) او نور کرنیز محصولات د هېواد بازارونو ته وړاندې کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.