ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غور کې اختریز او د روژې پخواني رواجونه د هېرېدو په حال کې دي

په غور کې اختریز او د روژې پخواني رواجونه د هېرېدو په حال کې دي

author avatar
4 Jun 2019 - 12:34
په غور کې اختریز او د روژې پخواني رواجونه د هېرېدو په حال کې دي
author avatar
4 Jun 2019 - 12:34

فېروزکوه(پژواک، ۱۴غبرګولی ۹۸): د غور ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي چې که څه هم د رواجونو پیروي په ټول افغانستان کې روانه ده خو د ځوانانو له خوا د مذهبي او دیني مناسباتو لکه د اخترونو او مېلادونو لمانځل د هېرېدو په حال کې دي.

ددوی په خبره، د کورونو پاکول، د نوو جامو جوړول، پر لاسونو او پښو د نکریزو اېښودل، د کورنیو خوړو او کلچو جوړول، د لویانو کورونو ته تګ، ماشومانو ته د اختر مېوه ورکول، هګۍ جنګول، د ناروغانو پوښتنه او د هغو کسانو فاتحه اخيستل چې له اختره مخکې وفات شوي د غور ولایت د اوسېدونکو مهم رواجونه دي.

د روژې په مبارکه میاشت کې ددغه ولایت اوسېدونکو د الله ج د رضا د حاصلولو او په ښه ډول د عبادتونو د ترسره کولو په موخه د اختر په لومړۍ، ۱۷ مه او ۱۴ مه شپه د قران کریم ختم کوي، د سیمې د اوسېدونکو لپاره خوندور خواړه برابروي او په پراخ تندي د مېلمنو هرکلی کوي.

د فېروزکوه اوسېدونکي حاجي میریحی پژواک خبري اژانس ته وویل، له یادو رواجونو څخه پیروي له پخوا خلکو ته په میراث پاتې دي او که څوک ترې سرغړونه وکړي خلک ورته په مثبت نظر نه ګوري.

نوموړي زیاته کړه، د ټولنې مشران کسان دې باریکیو ته زیاته توجه لري خو ځوانان له یادو مراسمو څخه زیاته پیروي نه کوي.

د هغه په خبره، بل رواج دادی چې کوژدن هلکان د روژې په پاتې لسو ورځو کې د کورنۍ له غړو سره ښارونو ته ځي، خپلې کوژدنې ته جامې او د اړتیا وړ توکي اخلي او له اختره مخکې یې د کورنۍ له غړو، خپلوانو او دوستانو سره یو ځای د نجلۍ کور ته وړي.

هغه زیاته کړه، د اختر له لمانځه وروسته د دوستانو لیدل او کتل پاتې شوی رواج دی چې خلک د خپلوانو او دوستانو کورونو ته ځي او کورته د بېرته راستنېدو پر مهال ماشومانو ته د اختر مېوه ورکوي.

حاجي میریحی وویل، د غور اوسېدونکي د اخترونو په ځانګړې توګه کوچني اختر ورځې په ډېره خوښۍ لمانځي، ماشومان په لاسونو او پښو نکریزې ږدي او د اختر په ورځو کې هګۍ جنګوي.

هغه زیاته کړه، د روژې په ۱۴ مه او ۱۷ مه شپه د خلکو د کورونو دروازې ټکول او په سیمه ییزه لهجه د روژې د ترانو ویل او د اختر او روژې په مناسبت د برخې اخیستل نور هغه رواجونه دي چې د غور ولایت ماشومان او نوي ځوانان یې ترسره کوي.

د غور ولایت یو بل مشر عزیزالله وايي، روژه په هر ولایت کې جلا ځانګړتیاوې لري او د غور اوسېدونکي هم له دې قاعدې مستثنی نه دي او پخواني رواجونه لري، خو په ځینو سیمو کې د ځوانانو تر منځ یاد رواجونه د ورکېدو په حال کې دي.

دده په خبره، د غور ځینې اوسېدونکي د اختر په ورځو کې د خپلې کورنۍ د غړو قبرونو ته ځي، دغه راز که له چا سره خپه شوي وي د اختر په دې ورځو کې کینه او حسد له زړه باسي او سوله کوي.

په ورته وخت کې مولوي میر احمد حسیني وویل، د مذهبي مراسمو ترسره کول مسلمانانو ته زیان نه لري، او د اسلام مبارک دین ددې لپاره چې مومنان د یو او بل پوښتنه وکړي پنځه وخته لمونځ چې ددوی ترمنځ د لیدلو لپاره زمینه برابروي فرض او د اختر لمونځ یې واجب ګرځولی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.