ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر : ليليو او ښوونځيو ته ځانګړې پاملرنه کېږي

ولسمشر : ليليو او ښوونځيو ته ځانګړې پاملرنه کېږي

author avatar
5 Jun 2019 - 09:54
ولسمشر : ليليو او ښوونځيو ته ځانګړې پاملرنه کېږي
author avatar
5 Jun 2019 - 09:54

کابل (پژواک، ١٥ غبرګولى ٩٨) : ولسمشر اشرف غني وايي چې  د هېواد ليليو او ښوونځيو ته ځانګړې پاملرنه کېږي ، ځکه په دې کار سره په افغانستان کې ملي یووالی، پرمختګ، هوساینې او سولې ته توجه کېږي.

له ارګ څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمداشرف غني پرون ماښام د کابل پوهنتون د لیلیو له محصلینو او د خوشحال خان او رحمان بابا لېسو له متعلمینو سره لیدنه او اختر مبارکي وکړه.

سرچينې زياته کړې، په دغه کتنه کې چې په سلام خانې ماڼۍ کې وشوه د هېواد لومړۍ مېرمن هم حضور درلود، په پیل کې مدثر موسی زي د یادو لېسو د متعلمینو په استازیتوب وویل، له جمهوررئیس څخه مننه کوو چې موږ یې دلته خپل حضور ته راوبللو او د اختر په دې شپو او ورځو کې مو له خپلو کورنیو څخه لری والی احساس نه کړ.

هغه په یادو ښوونځیو کې د مثبتو تغییراتو په اړه د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د کړنو مننه وکړه او ويې ویل، موږ باید یو پوهنتون هم ولرو، دغه راز دې د دې لېسو فارغانو ته تحصیلي بورسونه هم ورکړل شي.

وروسته تمنا د کابل پوهنتون لیلیې محصلینو په استازیتوب خبرې وکړې، ولسمشر او د هېواد لومړۍ مېرمن ته يې د نېکمرغه کوچني اختر د مبارکۍ ترڅنګ د افغان دولت له سوله ییزو هڅو خپل ملاتړ په ډاګه کړ.

ولسمشر غني د کابل پوهنتون لیلیې محصلینو او د خوشحال خان او رحمان بابا لېسو متعلمینو ته د کوچني اختر د مبارکۍ ترڅنګ وویل، د افغانستان راتلونکى ستاسې پر پیاوړو مټو بدلېدای شي.

هغه زیاته کړه، تاسې د افغانستان د نوي نسل ویاړ یاست چې مدیریت او زعامت اخيستو ته چمتو یئ او تاسې ځوانانو د سولې په مشورتي لویه جرګه کې خپله پیاوړتیا وښوده.

جمهوررئیس وویل، افغان مېرمن بل چاته اړتیا نه لري چې ترې استازولي وکړي، هر ځل چې د یوې مېرمنې وضعیت تغییر کوي په ټولنه کې تغییرات منځته راځي.

نوموړي دوی ته په خطاب کې وویل، ((زه غواړم ستاسې ښوونځي، نمونه یي ښوونځي شي او د افغانستان د راتلونکې رهبرۍ په ایجاد کې رول ولوبوي.))

هغه په ټینګار سره وویل، لیلیو او ښوونځیو ته باید پاملرنه وشي، ځکه په دې کار سره په افغانستان کې ملي یووالی، پرمختګ، هوساینې او سولې ته توجه کېږي.

ولسمشر محمداشرف غني له یادو محصلینو او متعلمینو څخه وغوښتل چې افغانستان لا زیات وپېژني، خپل تاریخي هویت ته پاملرنه وکړي او له وطن سره مینه ولري، ځکه زموږ د ټولو عزت د افغانستان ارتقا ده او نه شو کولای فردي عزت له باعزته افغانستان پرته ولرو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.