ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلیلزاد ناټو او متحدینو ته د افغان سولې په تړاو معلومات ورکړل

خلیلزاد ناټو او متحدینو ته د افغان سولې په تړاو معلومات ورکړل

author avatar
5 Jun 2019 - 17:59
خلیلزاد ناټو او متحدینو ته د افغان سولې په تړاو معلومات ورکړل
author avatar
5 Jun 2019 - 17:59

کابل (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۹۸) : د امریکا ځانګړي استازي دناټو سازمان او متحدینو ته یې  د افغان سولې په تړاو د خپلو وروستیو هلو څلو په اړه معلومات ورکړل.

په بروکسل کې د ناټو سازمان مطبوعاتي دفتر لخوا د غبرګولي په ۱۵مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان سولې لپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ناټو سرمنشي جینز سټولټنبرګ سره ولیدل.

سرچینې زیاته کړې، دغه راز  زلمي خلیلزاد د ناټو او متحدینو ۴۱ هیوادونو استازو ته په یوه ګډه غونډه کې د خپلو روانو هلو ځلو په اړه معلومات ورکړل.

د ناټو سرمنشي تر دې لیدنې وروسته ویلي، چې افغانستان اوس هم ددې سازمان له لومړیتوبونو څخه دی.

سټولټنبرګ ویلي : (( موږ خپل هغه هدف ته ژمن یو، چې افغانستان به یو ځل بیا د ترهګرو پر خوندي ځالې بدل نه شی.))

هغه زیاته کړې، چې زلمي خلیلزاد د افغان سولې لپاره یوه ریښتینې لاره جوړه شوې او د سولې پروسه اوس د ټولو افغان سیاسيونو او په ټوله کې د افغانانو په لومړیتوبونو کې ده.

د ناټو سرمنشي وایي، د سولې پروسې بریا د ټولو افغانانو او نړیوالو  متحدینو په ګټه ده او ټول باید د سولې لپاره یوه خوله وی.

د نوموړي په وینا، په افغانستان کې د ناټو د روزنې مامویت د ماموریت موخه داده، څو هلته د سولې لپاره حالات برابر شي.

د افغان سولې په تړاو د خپل ماموریت له پیلولو وروسته ناټو ته د زلمي خلیلزاد دا پنځم سفر دی، نوموړي چې پخپل اووم سفر روان شو، پرون یې په جرمني کې او له هغې مخکې پاکستان کې پر افغان سولې سلا مشورې کړې دي.

نوموړی به تر دې وروسته افغانستان، قطر او اماراتو ته هم سفرونه وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.