پل علم (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۹۸) : دلوګر په څرخ ولسوالۍ کې د ماین د چاودنې له امله څلور ملکي وګړي وژل شوي دي.
د لوګر د ولایت مقام لخوا د غبرګولي په ۱۵مه ، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې چاودنه نن د څرخ ولسوالۍ په ډبر سيمه کې هغه مهال وشوه، چې ملکي وګړي په يوه سراچه موټر کې د اختر مبارکۍ په موخه د خپلوانو کره پر لار وو.
سرچینې زیاته کړې، ماين پر لاره دمخه ځای پر ځای شوی وو ,چې د چاودنې پر مهال يې دوه تنه نارينه او دوه تنه ښځينه وژل شوي دي.
د ولایت مقام ویلي، چې دا ماین د وسله والو مخالفینو لخوا ځای پر ځای شوی و، خو وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن