ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیکا کې ځینې پروژې نیمګړې او ځینې یې هېڅ کار شوې نه دي، خو پیسې یې اخیستل شوې

پکتیکا کې ځینې پروژې نیمګړې او ځینې یې هېڅ کار شوې نه دي، خو پیسې یې اخیستل شوې

author avatar
6 Jun 2019 - 16:32
پکتیکا کې ځینې پروژې نیمګړې او ځینې یې هېڅ کار شوې نه دي، خو پیسې یې اخیستل شوې
author avatar
6 Jun 2019 - 16:32

ښرنه (پژواک، ۱۶ غبرګولى ٩٨): د پکتيکا خلک او چارواکي وايي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسواليو کې داسې پروژې تطبيق شوې دي چې کارونه يې د کاغذ پر مخ خلاص شوي او يا يې هم ودانۍ نيمايي جوړې شوې دي، خو پيسې يې اخيستل شوې او کارونه يې نيمګړي پاتې دي.

په ورته مهال د پکتیکا د پوهنې ریاست مسوولین هم په دې برخه کې شوی فساد مني، خو وايي چې د هغه وخت مسوولین يې بايد ځواب ووایي.

د پکتیکا په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د اتحاد زاڼکو ښوونځي ته په تېرو کلونو کې ودانۍ جوړه شوې چې قراردادي یې پیسې هم اخیستې، خو چت، دروازې او کړکۍ نه لري او چارې یې په نیمايي کې پاتې دي.

اوس مهال د یاد ښوونځي سلګونه زده کوونکي د زاڼکو کلي په جومات کې زده کړې کوي او د زده کړو لپاره خپله ودانۍ نه لري.

د یادې ولسوالۍ د فاطمة الزهرا د نجونو ښوونځي بنسټګر مولوي عبدالمنان وايي، نږدې لس کاله وړاندې د مکتب ودانۍ د کاغذ پر مخ ورته جوړه شوې، خو آن یوه خښته یې هم نه ده ايښودل شوې.

دى زیاتوي، پر سپینه پاڼه د یاد ښوونځي لپاره د ودانۍ جوړولو غوښتنه شوې ده چې احکام پرې ورکړل شوي او پیسې یې هم وتلې دي، خو ودانۍ نشته.

یاد مولوي وايي، د پوهنې په برخه کې هر ډول فساد ولس ته هېڅ د زغملو وړ نه دی، په دې اړه دې جدي څېړنې وشي او فساد کوونکي دې د قانون له مخې په سزا ورسول شي.

د مرکز ښرنې يوه اوسېدونکي جمال الدين الهام پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مرکز ښرنې له پوهنې رياست سره په ۱۰۰ مترۍ کې د علي بابا د لېسې اړوند تعمير چې ۶ کاله وړاندې يې د سلګونه زره ډالرو په ارزښت د جوړولو کارونه پيل شوي و، د نيمايي کار له بشپړولو وروسته يې کارونه په ټپه درېدلي دي.

د ده په خبره، د ياد تعمير قراردادي، بودجه ورکوونکی او د جوړولو شرکت هم نه دى معلوم چې څومره پيسي ايستل شوې دي او کارونه يې په نيمايي کې پاتې دي.

هغه وويل، په ياد تعمير او نورو ولسواليو کې په اړوندو پروژو کې ورته پراخ فساد شوی چې د وخت چارواکي يې پړه په يو بل اچوي.

په ورته مهال د پکتیکا د پوهنې ریاست مسوولین هم مني چې په تېرو کلونو کې یو شمېر ښوونځیو ته په جوړو شویو ودانیو کې پراخ فساد شوی او ودانۍ یې نیمګړې پاتې شوې دي، خو په وینا یې چې دا یوه هېواد شموله ستونزه ده او په ټول هېواد کې شاوخوا ۶۰۰۰ داسې ښوونځي شته چې د ودانیو جوړولو چارې یې په نیمایي کې پاتې شوې دي.

د یاد ریاست تدریسي مرستیال او سرپرست محمد نسیم واجد پژواک ته وویل چې د ۱۳۸۵ او ۱۳۸۶ کلونو ترمنځ د ځينو موسساتو، ډونرانو او قراردادیانو له لوري پکتیکا کې هم یو شمېر ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوې خو چارې یې نیمګړې پاتې دي چې د ځینو اسناد یې په ریاست کې هم شته.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.