غزني (پژواک،۱۶ غبرګولی ۹۸): د غزني اوسېدونکي وايي، په دې ولایت کې لسګونه روغتیايي مرکزونه شته خو خدمات یې معیاري نه دي.
دوی د ډاکټرانو له ناسم چلند، ناروغانو ته د نه پاملرنې، کمو امکاناتو او ځینو نورو یادونه کوي چې حکومت یې باید د هواري لپاره اقدام وکړي.
د غزني د قره باغ ولسوالۍ د میرخان سیمې اوسېدونکی رحمت الله وايي، په غزني ښار او یو شمېر ولسوالیو کې روغتیايي مرکزونه شته خو خدمات یې معیاري نه دي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وویل، د ګڼو دولتي روغتونونو ډاکټران ناروغان خپلو شخصي کتنځایونو ته ور غواړي او بهانه کوي چې ګواکې هغه درمل چې ناروغ ته باید ورکړل شي، په دولتي روغتونونو کې نشته دي.
دغه راز دی شکایت کوي چې ډاکټران د دولتي روغتونونو پر ځای ډېر وخت په خپلو شخصي کتنځایونو کې تېروي.
نوموړی دغه ستونزې د عامې روغتیا ریاست د مشرتابه له ناسم مدیریت څخه ګڼي او په دغه اداره کې د اصلاحاتو غوښته کوي.
د غزني د اندړو ولسوالی اوسېدونکي بیا د یوې بلې ستونزې یادونه کوي او وايي، په دې ولسوالۍ کې روغتیايي مرکز شته خو امنیتي ځواکونو په کې پوسته جوړه کړې چې تل د وسله والو تر بریدونو لاندې وي او خلک ورته لاسرسی نه لري.
د دې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي جان محمد پژواک ته وویل، له یوې خوا په دغه روغتیايي مرکز کې اسانتیاوې او امکانات نشته، له بلې خوا په کې امنیتي پوسته جوړه شوې چې د وسله والو د بریدونو له امله خلک نه شي کولای خپل ناروغان دغه مرکز ته د درملنې لپاره بوځي.
دی زیاتوي: ((یوه میاشت دغه پوسته له طالبانو سره وي، بله میاشت له امنیتي ځواکونو سره، روغتیايي مرکز فلج وی، که پرانیستی هم وي نو چندان خدمات نه لري.))
د غزنۍ د ګیرو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، تېر لس کلونه په دې ولسوالۍ کې هیڅ روغتیايي مرکز نه و خو سږ کال په کې یو وړوکی روغتیايي مرکز پرانیستل شو چې د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزې نه شي حلولای.
محمد ابراهیم امیري د همدې ولسوالۍ اوسېدونکی دی، نوموړی وايي، په تېرو لسو کلونو کې د دې ولسوالۍ اوسېدونکو په ډېرو سختو شرایطو کې چې جګړې به وې او لارې به بندې وې، خپل ناروغان غزني ښار او نورو ولسوالیو ته بيول.
د ده په خبره، د دغو ستونزو له امله به ډېر مهال ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکاوه، خو اوس چې دلته یو وړوکی روغتیايي مرکز پرانیستل شوی، د ټولې ولسوالۍ د خلکو لپاره بسنه نه کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن